تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-04-24T22:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​ګرانو درونو وطنوالو او پیاوړو دوستانو!

مصمم یم چی د یوی میاشتی دپاره خپل ویاړلی هیواد ته ولاړ شم، چی ماته به د حج اکبر، ویاړ راپه برخه کړی،

ضمناْ اسلامی امارت ته څه وړاندیزونه هم لرم، دا چی د اسلامی امارت د مشرانو سره به کتنی او مرکی امکانات میسر شی، که یه، دا به د هغوی پوری اړه ولری.

دوه هفتی دمخه د یورپ نه یو څوارلس کسیز وفد هم افغانستان تللی دی، چی پدی وفد کی دوه میرمنی هم ګډون لری، چی یوه یی حقوق پوه او دوهمه یی طبی ډاکټره ده،

ددی وفد نطاق او خبر لوڅ شاغلی ډاکټر حکمت الله حکمت دی، چی د ښه سیاسی تحلیل خاوند دی.

دی وفد په کابل د اسلامی امارت، د تولو مشرانو سره کتلی دی او داسی اټکل کیږی چی د شیخ هیبت الله سره د لیدو او مرکی لیواله دی.

ددوی ډیر اساسی ټینګښت، د نورو نیمګړتیاو په څنګ کی، د نجونو د لوړو پوهنتونی تعلیماتو، او د میرمنو په کار کولو پوری اړه نیسی.

زه به هڅه و کړم چی ددی وفد د د غړو سره هم وګورم او خپل نظزیات د هغوی سره شریک کړم. 

ستاسی د نیکو هیلو او دعاګانو په هیله

په درناوی

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 25.04.2024 17:23 توسط  
آخرین اصلاح در 26.04.2024 07:58 توسط 1073741823