تاریخ امروز:
  
  
  
خبر
03.07.2026
ایران: د خامنه‌اي د جنازې مراسم 'نړۍ ته د غچ پیغام' دی، له جنازې وروسته بیا خبرې پیلېږيجدید
بی بی سی

د ایران د اسلامي شورا د مشرانو جرګې مشر او لوړپوړي مذاکره‌چي محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ د ایران د پخواني روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د وژل کېدو د غچ اخیستلو غوښتنه وکړه او خلکو ته یې بلنه ورکړه چې په تهران کې د هغه د جنازې په پراخو مراسمو کې ګډون وکړي چې د شنبې په ورځ پیلېږي.

قالیباف په خپل بیان کې وویل: "د ایران له ټولو خلکو غوښتنه کوم... چې د اسلامي ایران په تاریخ کې یوه ویاړلې پاڼه ولیکئ، د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون له لارې." هغه زیاته کړه چې خامنه‌يي د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا-اسرائیل د برید په لومړۍ ورځ وژل شوی و. نوموړي دا هم وویل چې "د امت د غچ اخیستلو غږ باید د ټولې نړۍ تر غوږونو ورسېږي."

له بلې خوا، ټاکل شوې چې واشنګټن او تهران د غیر مستقیمو خبرو اترو نوې دوره د ایران د وژل شوي مشر علي خامنه‌يي له جنازې وروسته بیا پیل کړي، وروسته له دې چې په دوحه کې منځګړو د خبرو په ترڅ کې د مثبت پرمختګ خبر ورکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري پر ایکس لیکلي: "قطري او پاکستاني منځګړو نن په دوحه کې له امریکايي او ایراني مذاکره کوونکو سره جلا جلا غونډې پای ته ورسولې، چې پکې د هغو موضوعاتو په اړه مثبت پرمختګ وشو چې د اسلام‌اباد په لاسلیک شوي تفاهم‌لیک پورې اړوند دي."

هغه زیاته کړه: "پر دې هوکړه وشوه چې خبرې به په راتلونکي پړاو کې هم دوام وکړي او د راتلونکې غونډې نېټه به ژر تر ژره د ایران د پخواني روحاني مشر د جنازې له مراسمو وروسته وټاکل شي".

په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمې ناستې پای: په څه خبرې وشوې؟

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وايي، په دوحه کې د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې پای ته رسېدلې دي.

د ایران دولتي خبري آژانس (ایرنا) د قطري ویاند له قوله راپور ورکړی چې: ''د خبرو دواړو خواوو د سلا مشورو د دوام او د پاتې موضوعاتو په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې پر دوام توافق کړی دی. دغه راز پرېکړه شوې چې د راتلونکې غونډې نېټه به په ممکن نږدې وخت کې وټاکل شي.''


 
03.07.2026
د راستنو شویو افغان کډوالو ماشومان تعلیمي برخه کې ستونزې ګاليجدید
دآزادی رادیو

افغانستان ته له پاکستان ستانه شوي کډوال وايي، ماشومان یې د زده کړو د دوام په برخه کې ستونزو سره مخ دي. دوی د نورو مسایلو تر څنګ د پښتو او دري ژبو په لیک، لوست سم نه پوهېدل هم ننګونکې ګني او ورته د ملاتړ کوروسونو په برابرولو ټینګار کوي.

کډوالۍ افغان ماشومان او ځوانان په خپلو رسمي ژبو له لیک، لوست هم لرې کړي دي.

یو شمیر دوی، چې په دې ورستیو کې له پاکستان خپل هیواد ته ستانه شوي وايي، په دې برخه کې له ستونزوه سره مخ دي.

د غزني ولایت اوسېدونکی نثار احمد ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د افغانستان د زده کړو بهیر ځکه سخت دی چې په خبره یې پاکستان کې زېږدلی او رالوی شوی او په اردو او انګلیسي ژبه یې زده کړې کړي دي:" زمونږ د ژبې ستونزه ده، زمونږ درسونه هلته په اردو او انګلیسي باندې وو، دلته بیا درسونه په پښتو او دري دي. حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې مونږ ته ښوونځیو کې د ژبو، په ځانګړي ډول، د پښتو او دري ژبو کورسونه برابر کړي."

له پاکستانه راستنه شوې او د لسم ټولګي زده کوونکې پیغله نیلم چې اوس یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیت له امله په خبره، یو افغان انلاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړي هم وايي، ورته ستونزې سره مخ ده.

دې وړاندې ازادي راډیو ته وویل: " کوشش کوم چې هغه سمه پښتو ووایم، د دې ځای د خلکو په شان، چې اردو په کې رانشي، یا انګلیسي په کې رانشي خو رانه ګډه، وډه شي، چې جمله پوره کوم، یو ټکی په کې انګلیسي شي، دوه په کې اردو وي او دوه هم په کې پښتو، نو ځکه زما په پښتو دلته څوک نه پوهېږي. "

نیلم هم د طالبانو حکومت له پوهنې وزارته په خپله مورنۍ ژبه د لیک، لوست په برخه کې د ملاتړو پروګرامونو غوښتنه وکړه.


 
03.07.2026
ضرب‌الاجل پاکستان برای اخراج مهاجرین افغان؛ تاجران افغان در این کشور نگران دارایی‌هایشان هستندجدید
رادیو آزادی

در حالی که روابط حکومت پاکستان و حکومت طالبان به سطح کم‌سابقه‌ای از تنش رسیده و پاکستان روند اخراج مهاجرین افغان را تسریع کرده است، برخی تاجران افغان در این کشور می‌گویند که به ارزش "میلیاردها دالر" دارایی و تجارت در پاکستان دارند و حالا مجبور به ترک دارایی‌های خود یا فروش آنها به نصف قیمت هستند.

آنان نگران هستند که دهه‌ها زحمت و کار آنها در پاکستان به هیچ تبدیل شود.

حاجی گلزمان برکی، یکی از این تاجران و رئیس کمیسیون شورای عالی مهاجرین افغان در پاکستان می‌گوید که بخشی از تجارت و سرمایه‌های میلیارد دالری تاجران افغان در سال‌های اخیر به افغانستان منتقل شده و بیشتر آنها هنوز در پاکستان باقی مانده و هیچ کس آنها را حتی به نصف قیمت هم نمی‌خرد.

او مدعی است که طبق تخمین‌های اعضای شورا، دارایی تاجران افغان در کمپ‌ها و بازارهای پاکستان زمانی به حدود ۲۰ میلیارد دالر می‌رسید.

"به عنوان مثال، افغانان ۱۲۰۰۰ ماشین‌آلات و تجهیزات بزرگ مانند لودر، بیلدوزر، اسکواتر، رولر، دامپر و غیره، ۵۰۰۰ فارم زنبورداری، ۳۰۰۰ فارم گاوداری برای تولید لبنیات و ۳۰۰۰ فارم پرورش گوساله برای فروش گوشت و حدود ۱۲۰هزار خانه، فروشگاه، دوکان و ساختمان که افغان‌ها اینجا خریده‌اند، وجود داشت."

حاجی گلزمان برکی اضافه می‌کند که در چند دهه گذشته، زمانی که ناامنی در افغانستان وجود داشت، تاجران افغان سرمایه‌گذاری‌های عظیمی در پاکستان انجام دادند و مقامات پاکستانی هم آنان را به سرمایه‌گذاری تشویق می‌کردند.

او می‌گوید که مشکلات خود را با نمایندگان و دیپلومات‌های حکومت طالبان و همچنین مقامات ارشد دولت پاکستان در میان گذاشته اند، اما تاکنون نتیجه مشخصی دریافت نکرده اند.

حکومت پاکستان به تازگی در این باره چیزی نگفته، اما پیش از این اسحاق دار، وزیر خارجه این کشور در اپریل سال گذشته در سفرش به کابل گفته بود که اخراج افغانان از پاکستان با احترام انجام خواهد شد و به آنها اجازه داده خواهد که تمام دارایی و سرمایه‌شان را با خود بیرون کنند.


 
03.07.2026
مراسم تشییع جنازه خامنه‌ای؛ هیئت طالبان به تهران رفتجدید
صدای آلمان

ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی رئيس وزرای طالبان به منظور شرکت در مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای رهبر پیشین ایران به تهران سفر کرده است.

وزارت خارجه اداره طالبان روز پنجشنبه گفت که عبدالغنی برادر معاون اقتصادی رئیس وزرای طالبان و همچنین امیر خان متقی وزیر خارجه این گروه، برای شرکت در مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای رهبر پیشین ایران که در حملات امریکا و اسرائیل کشته شد، به ایران سفر کرده است.عکسی از علی خامنه‌ای در تهران

صفحه اینستاگرام ما را دنبال کنی

وزارت خارجه اداره طالبان گفته است که مراسم تشییع جنازه خامنه‌ای به تاریخ چهارم جولای برگزار می‌شود. حمدالله فطرت معاون سخنگوی طالبان نیز این سفر را در صفحه ایکس خود تایید کرد. 


علی خامنه‌ای در اولین روز حمله امریکا و اسرائیل به ایران در ۲۸ فبروری ۲۰۲۶ کشته شد و ایران در تلافی این حمله، حملات موشکی خود به کشورهای خاورمیانه را آغاز کرد. خامنه‌ای از سال ۱۹۸۹ رهبری ایران را به عهده داشت.

آمادگی‌ها برای تشییع جنازه خامنه‌ای

محمد باقر قالیباف، مذاکره‌کننده ارشد ایران، روز پنجشنبه خواستار حضور گسترده مردم در مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای شد.

قالیباف که رئیس مجلس ایران نیز است، گفت: «من از همه مردم ایران دعوت می‌کنم... تا با حضور خود صفحه‌ای باشکوهی را در تاریخ ایران اسلامی بنویسند.»

مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای از روز شنبه آغاز می‌شود.

او در بیانیه‌ خود افزود: «فریاد انتقام ملت باید در گوش همه جهانیان طنین‌انداز شود.»

مراسم تشییع جنازه خامنه‌ای که در ابتدا در اوج جنگ خاورمیانه به تعویق افتاده بود، در حالی برگزار می‌شود که ایران و ایالات متحده پس از امضای توافق اولیه برای توقف درگیری، یک آتش‌بس شکننده‌ را رعایت می‌کنند.

مراسم تشییع جنازه عمومی او روز شنبه آغاز خواهد شد و پیکر او در مصلای بزرگ و باشکوهی در مرکز تهران طی مراسم باشکوه تشییع خواهد شد.

اجساد بستگان کشته شده او نیز در این مراسم دفن خواهد شد.

 به گفته مقامات، انتظار می‌رود در این مراسم بین ۱۵ تا ۲۰ میلیون عزادار شرکت کنند و به بزرگترین مراسم تشییع جنازه دولتی در تاریخ این کشور تبدیل خواهد شد.

قالیباف گفت: «ایران... در حال آماده شدن برای تجربه یکی از مهمترین لحظات تاریخ خود است.»

تهران و همچنین شهرهای قم و مشهد که میزبان مراحل بعدی مراسم تشییع جنازه و خاکسپاری خواهند بود، در طول برگزاری این رویدادها رسماً تعطیل خواهند بود.

مقامات دستور داده‌اند که ادارات دولتی و خصوصی در تهران از شنبه تا دوشنبه تعطیل باشند، در حالی که محدودیت‌های ترافیکی بخش عمده‌ای از مرکز شهر را برای وسایل نقلیه شخصی غیرقابل دسترس خواهد کرد.

حریم هوایی تهران از جمعه تا حدی بسته و روز دوشنبه به طور کامل بسته خواهد شد. پس از مراسم در تهران، پیکر خامنه‌ای به شهرهای نجف و کربلا در عراق منتقل خواهد شد و سپس در نهم جولای در حرم امام رضا در شهر مشهد، زادگاهش، به خاک سپرده خواهد شد.


 
03.07.2026
د ناټو مشران د کلنۍ غونډې لپاره انقره کې راټولیږيجدید
دامریکا غږ

د ناټو مشران به د روانې (جولای په اوومه) نېټه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دې ایتلاف د کلنۍ غونډې لپاره په داسې حال کې سره راټولیږي چې واشنګټن خبرداری ورکړی ځینو اروپايي هېوادونو لا هم په خپلو ژمنو پوره عمل نه دی کړی.

په دې غونډه کې به د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي په اړه د ناټو د غړو هیوادونو پرمختګونه و ارزول شي.

د غونډي هدف روښانه دی او هغه د ناټو د غړو هیوادونو د خاورې د هرې برخې دفاع ده.

ددې هدف د پوره کیدو لپاره، ناټو د روان میلادي کال په لومړیو کې د شمال قطب د ساتلو لپاره امنیتي نوښت رامنځ ته کړ، هغه پروګرام چې موخه یې د چین او روسیې د فعالیتونو د زیاتویدو په غبرګون کې د شمالي سیمو د دفاع پیاوړي کول دي.

د ناټو سرمنشي مارک روټه وایي ښایي دا ائتلاف په جګړه کې ونه وسي، خو په سوله کې هم ندی.

هغه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د جون په میاشت کې ترسره شوه، ددې اقدام په اړتیا او ګړندیتوب ټینګار وکړ.

مارک روټه وویل:"موږ ډیرو ځواکونو، ډیرو منابعو، او یوه پیاوړي صنعتي بنیاد ته اړتیا لرو. له همدې امله دفاع وزیرانو، د اطلس سمندر په دواړو خواوو کې د دفاعي همکاریو د زیاتوالي په ګړندیتوب هوکړه وکړه. "

خو دا اقدام لګښت لري. تیر کال په هالنډ کې د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې د ناټو غړو هیوادونو هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې خپل دفاعي لګښتونه د کورني ناخالص تولید له دوه سلنې څخه پنځه سلنې ته لوړ کړي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیت هګسیت ویلي د سږ کال غونډه یو فرصت دی څو ډاډ رامنځ ته شي چې ټول هیوادونه په بشپړ ډول خپله ونډه ترسره کوي.

هګسیت وویل:"ډیری هیوادونه په خپلو ژمنو عمل کوي، خو یو شمیر نور باید ډیر اقدامات ترسره کړي. موږ به هم په خصوصي او هم په عمومي محافلو کې دا موضوع په صادقانه شکل مطرح کړو. فکر کوم دا مهمه ده چې دوستان له دوستانو سره صادق پاتې شي. "

هګسیت همدارنګه په اروپا کې د متحدو ایالتونو د پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه د یوې شپږ میاشتنۍ ارزونې د پیل خبر ورکړ څو ډاډ ترلاسه شي چې د ناټو متحدین، د اروپا د وچې د امنیت د ټینګښت د رهبري مسوولیت په غاړه اخلي.

سون بیسکوپ وویل:"دا ډیره روښانه کیږي چې هغوی په خپلو څرګندونو کې جدي دي، او دا چې موږ اروپایان باید د خپلې دفاع مسولیت په غاړه واخلو. هغوی د خپلو پوځیانو د حضور د کموالي په حال کې دي او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع په تګلاره کې هم ویل شوي چې د یو شمیر نورو ستراتیژیکو همکارانو لپاره به یې هم ونډه کمه وي. "

د راروانې غونډې د اجندا اصلي موضوعات به د ایران سره سوله او د اوکراین څخه د ملاتړ دوام وي.

د متحدو ایالتونو لپاره دا ډاډ یو اساسي بحث دی چې د ناټو متحدین د اروپا د دفاع لپاره خپل مسولیتونه په بشپړ ډول په غاړه اخلي.

هګسیت وایي له ناټو سره به د متحدو ایالتونو د مرستو کچه په دې پورې تړلې وي چې نور غړي هیوادونه هم د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي په اړه ټاکل شوي اهداف پوره کړي.


 
03.07.2026
بقایی: مهمانانی از ۱۰۰ کشور در مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای اشتراک خواهند کردجدید
روزنامه هشت صبح

اسماعیل بقایی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران، اعلام کرده است که مهمانانی از حدود ۱۰۰ کشور در مراسم تشییع جنازه علی خامنه‌ای، رهبر پیشین ایران، حضور خواهند یافت.

خبرگزاری فارس روز پنج‌شنبه، ۲ جولای، گزارش داده که بقایی گفته است این مهمانان شامل رییسان دولت‌ها، وزیران خارجه، نماینده‌گان ویژه دولت‌ها، شخصیت‌های سیاسی و گروه‌های مردمی از کشورهای مختلف هستند.

بقایی مراسم تشییع علی خامنه‌ای را رویدادی تاریخی و مهم توصیف کرده و گفته است که این مراسم نه‌تنها برای مردم ایران، بلکه برای مردم منطقه، مسلمانان و آزادی‌خواهان جهان اهمیت دارد.

او افزوده است که این مراسم از صبح روز جمعه، با حضور مقام‌های رسمی، شخصیت‌های سیاسی و گروه‌های مردمی آغاز می‌شود و تا بعدازظهر ادامه خواهد داشت.

ایالات متحده و اسراییل در ۲۸ فبروری حملات مشترکی را علیه ایران آغاز کردند که در نتیجه آن ده‌ها مقام ارشد نظامی، از جمله علی خامنه‌ای، رهبر پیشین ایران، کشته شدند.