تاریخ امروز:
اعمالبرای باز کردن فهرست (پنجرۀ جدید) SHIFT+ENTER را استعمال نمایید.فهرست باز
   
نما:  اخبار روز های گذشتهبرای باز کردن فهرست (پنجرۀ جدید) SHIFT+ENTER را استعمال نمایید.فهرست باز
  
12.10.2026
بی بی سی

​

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپوټ ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، پاکستان د ولسي افغانانو په نښه کولو سره "جنګي جرمونه کړي" چې له امله یې باید ورسره حساب وشي."

ښاغلی بېنیټ چې د دندې موده یې یو کال نوره هم غځېدلې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "یوناما وايي، وژل شویو کسانو کې ډېر ملکي وګړي دي او ډېر یې ښځې او ماشومان دي. دا ډېره جدي موضوع ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې اغېز، لکه د تل په څېر، پر هغو کسانو دی چې ټولنه کې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوي او محرومه دي."

ښاغلي بېنیټ د دې کال پیل کې د کابل یوې پېښې ته په اشاره وویل، "سږکال مارچ کې یو هوايي برید هم شوی و چې ما یې په اړه راپور ورکړی و؛ دغه برید کابل کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې پر امېد روغتون لګېدلی و او د یوناما د شمېرو له مخې، زما په اند، ۲۶۹ کسان یې وژلي او نور یې ټپیان کړي وو. تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، هغې پېښه کې ټول قربانیان نارینه وو او هغوی په نشه‌يي توکو روږدي کسان وو چې د درملنې او بیارغېدنې پروسه یې روانه وه."

دا چې ملګري ملتونه د دې پلټنو لپاره کومه اډانه لري نوموړي وویل، "ما د دغو پېښو د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده، ځکه دا پېښې احتمالاً جنګي جرمونه دي او د دې لپاره هم چې قربانیان او د کورنۍ یې په دغو قضیو کې د حساب ورکونې او عدالت مستحق دي. ما دا موضوع د بشري حقونو شورا کې مطرح کړه. هغوی تر اوسه د دې لپاره کوم ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ کړی. خو یو کال مخکې یې د پلټنې یو خپلواک میکانیزم جوړ کړ چې کولی شي د دغو پېښو په اړه پلټنه وکړي."

ښاغلی بېنیټ ټینګار کوي چې د دې پېښو د څېړنې لپاره د جرمونو نړیواله محکمه لاس په چاره شي "نړیواله جنایي محکمه هم شته، او البته دا د محکمې پرېکړه ده چې دوی د څه شي د پلټنې لپاره اقدام کوي، خو زه هیله لرم چې هغوی دغه پېښه له نژدي وپلټي. ځکه تاسو پوهېږئ چې افغانستان کې د وضعیت په اړه یوه فعاله پلټنه روانه ده، که د دغو بریدونو په اړه پلټنه وشي، نو ښايي دا به یو بل جرم وي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د همدې اکټوبر په لومړیو کې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفین دوجارک وویل، "د ملګرو ملتونو ماموریت په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان کې له پولې ها خوا تاوتریخوالي له امله له ۱۱ سوه د ډېرو ولسي افغانانو مرګژوبله مستنده کړې ده.

ملګري ملتونه د تاوتریخوالي د کمولو او نړیوال قانون ته د درناوي غوښتنه کوي چې د ولسي مرګژوبلې مخنیوی وشي، ولسي خلک باید هرځای خوندي وي."

دې پېښو ته د نړیوالې ټولنې په نشت حساب غبرګون هم د پوښتنې وړ دی خو ډېر دا ګڼي چې په منځني ختیځ او د نړۍ نورو سیمو کې لویو پېښو د افغانستان او پاکستان کړکېچ د ډېرو له پامه غورځولی دی.​​

  
12.10.2026
دآزادی رادیو

​

 
 

د سعودي عربستان د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو د شنبې د ورځې په هوایي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

دا په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په سعودي عربستان کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه برید په غبرګون کې به د یمن د حوثیانو پر وړاندې پرېکنده اقدام وکړي.

ائتلاف د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د برید پړه پر ایران پلوه حوثیانو اچولې او دا برید یې "بشپړ جنګي جنایت" بللی دی. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې دغه برید د توغندویو په وسیله شوی دی. د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څلور د سعودي عربستان، دوه د بنګله ‌دېش او یو یو د امریکا، مصر، اردن، سوریې، فلسطین او سوډان وګړي دي. د دغې ادارې په وینا، په برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.

له برید وروسته د ریاض د نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه ځنډول شوي او چارواکو ویلي چې د اوښتو زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند تورن جنرال ترکي المالکي، پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:"د حوثیانو د ترهګرې ډلې دغه ناځوانمردانه تروریستي برید، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي مسافر او د هوايي ډګر کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي، یو بشپړ جنګي جنایت دی."

تر دې مخکې ائتلاف ویلي وو چې پر سعودي عربستان توغول شوي توغندي یې شنډ کړي او د توغندیو د توغولو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

له دغه برید وروسته د یمن حوثیانو د یکشنبې په ورځ مسافرو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه دې ډډه وکړي. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:"د یمن وسله‌ وال ځواکونه یو ځل بیا ټولو هوايي شرکتونو، د هوايي چلند او تګ راتګ اړوندو ادارو، کارپوهانو، کارکوونکو او مسافرو ته خبرداری ورکوي چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه دې استفاده نه کوي."

نوموړي زیاته کړې چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم د دوی د بریدونو له ګواښ سره مخ دي او د حوثي ځواکونو د پوځي عملیاتو ساحه ګڼل کېږي. خو د هغه په وینا، د اسلام د دوو سپېڅلو ښارونو، مکې مکرمې او مدینې منورې هوايي ډګرونه له دې ګواښ څخه مستثنا دي.​

  
12.10.2026
رادیو آزادی

​

افزایش بهای پترول، دیزل و گاز مایع در افغانستان، بار دیگر این پرسش را مطرح کرده است که این کشور تا چه اندازه می‌تواند از ذخایر نفت و گاز داخلی خود بهره‌برداری کند؟

با وجود اعلام پروژه‌های جدید نفتی در شمال و غرب افغانستان، هنوز روشن نیست که افزایش تولید داخلی چه زمانی و تا چه اندازه وابستگی افغانستان به واردات مواد سوختی را کاهش خواهد داد.

حوزۀ نفتی آمو دریا در شمال افغانستان، سال‌هاست که یکی از منابع مهم نفت این کشور به شمار می‌رود. نام ساحات قشقری، انگوت، زمردسای و چند ساحۀ دیگر در این حوزه با اکتشاف و استخراج نفت گره خورده است.

در سال‌های اخیر، قراردادهای مختلفی برای استخراج نفت از این حوزه امضا شده است؛ اما هنوز این پرسش مطرح است که چه مقدار نفت از این ذخایر استخراج می‌شود و این میزان تا چه اندازه می‌تواند نیاز سوختی کشور را تأمین کند.

وزارت معادن و پترولیم حکومت طالبان در ماه اپریل سال ۲۰۲۶ اعلام کرد که استخراج آزمایشی نفت از پنج حلقه چاه زمردسای در حوزۀ نفتی آمو دریا آغاز شده و روزانه حدود ۵۰۰ تُن متریک نفت خام از آن به دست می‌آید.

همچنان، وزارت معادن و پترولیم حکومت طالبان در هفتم سپتمبر قراردادی به ارزش نزدیک به ۱۴ میلیون دالر را با گروه TNG از تاتارستان روسیه امضا کرد. این قرارداد یک‌ساله، نظارت و ارائۀ خدمات مشورتی در حوزۀ نفتی آمو دریا و ساخت تأسیسات پروسس ابتدایی نفت در بلاک نفتی زمردسای ولایت جوزجان را در بر می‌گیرد.

به گفتۀ این وزارت، تأسیسات یادشده در مدت هشت ماه ساخته خواهد شد و پس از تکمیل، ظرفیت پروسس روزانه تا دو هزار تُن متریک نفت خام را خواهد داشت. با این حال، پروسس ابتدایی نفت خام با تصفیۀ کامل آن به پترول و دیزل تفاوت دارد و صرف ساخت این تأسیسات به این معنا نیست که افغانستان فوراً به همان میزان، مواد سوختی قابل استفاده برای موترها تولید خواهد کرد.

شماری از کارشناسان بخش معادن و انرژی می‌گویند که افغانستان برای گسترش استخراج، تصفیه و پروسس نفت و گاز، هنوز به سرمایه‌گذاری گسترده و ظرفیت‌های تخنیکی بیشتری نیاز دارد.​

  
12.10.2026
صدای آلمان

​دفتر ریاست ‌جمهوری پاکستان اعلام کرد که این کشور روز یکشنبه، در پی تظاهرات ضدحکومتی هواداران عمران خان و خشونت‌های شبه‌نظامیان، ایالت خیبر پشتونخوا را تحت وضعیت اضطراری قرار داده است.​

هزاران تن از هواداران عمران خان نخست وزیر پیشین پاکستان در ایالت خیبر پشتونخوا پاکستان دست به راهپیمایی زده و خواستار آزادی او شده‌اند. آن‌ها همچنین به دلیل شرایط دشوار اقتصادی از حکومت انتقاد کرده اند.

در مقابل حکومت پاکستان روز یکشنبه در ایالت خیبرپشتونخوا وضعیت اضطراری اعلام کرد. این اقدام که بر اساس دو ماده از قانون اساسی پاکستان در بخش امنیت اعمال شده، اختیارات اجرایی گسترده‌ای را در این ایالت در اختیار دولت فدرال قرار می‌دهد.

دفتر رئیس‌جمهور پاکستان اعلام کرد که آصف علی زرداری این فرمان را پس از دریافت توصیه‌هایی «در مورد وضعیت نظم و قانون و همچنین شکست مذاکرات با هیئت‌های دولتی» امضا کرده است.

دفتر شهباز شریف، نخست‌وزیر پاکستان، پیش‌تر اعلام کرده بود که این تصمیم به دلیل «وخامت اوضاع نظم و قانون در خیبر پشتونخوا و... بی‌توجهی عمدی حکومت ایالتی به جنگ علیه تروریسم» اتخاذ شده است.

خیبر پشتونخوا پایگاه اصلی حزب «تحریک انصاف پاکستان به رهبری عمران خان است و حکومت محلیِ تحت هدایت این حزب، بر اساس تدابیر فوق‌العاده قانون اساسی، در روز یکشنبه از صلاحیت تصمیم گیری کنار گذاشته خواهد شد.

این ایالت همچنین از حملات رو به افزایش طالبان پاکستانی رنج می‌برد.  

واکنش حزب تحریک انصاف

گوهر علی خان، رئیس حزب تحریک انصاف، این اقدام را «یک اشتباه سیاسی بسیار نگران‌کننده و وخیم و همچنین اقدامی غیردموکراتیک» خواند.

او در شبکه اجتماعی «ایکس» نوشت: «مردم هرگز چنین اقداماتی را که علیه حقوقشان باشد، نخواهند پذیرفت.»

به گزارش خبرنگار خبرگزاری فرانسه، روز یکشنبه حضور نیروهای امنیتی در پشاور، مرکز این ایالت، افزایش یافت و جاده‌ها در سایر شهرهای این ایالت نیز مسدود بودند.

  
12.10.2026
دامریکا غږ

​

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران سختې نیوکې کړې او ویلي چې د هغه هېواد پوځي ځواکونه له منځه وړل شوي او واشنګټن کولی شي دا شخړه ډېر ژر پای ته ورسوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] په ټینیسي ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ایران نه پوهېږي چې ده څومره ورسره مهرباني کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "نه پوهېږي چې ما له هغوی سره څومره مهرباني کړې. هغوی نه پوهیږي چې زه څومره مهربان پاتې شوی یم لدې سره سره چې د هغوی سمندري ځواکونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي."

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په "ټرمپ تنګي" د هرمز تنګي د نوم د بدلولو خبره وکړه.

ټرمپ وویل: "هغوی [ایران] لېوني دي. هغوي په دې پوهېږي. زه تل ورته وایم. زه ورته وایم: تاسو ټول سخت لېوني یاست. او هغوی رښتیا هم لېوني دي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې ایران ته یې د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنکړه.

ټرمپ د امریکا د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې د تهران لخوا د واشنګټن پر وړاندې د اقداماتو احتمال ته په اشارې وویل: "هغوی به شاید له ټاکنو مخکې یو څه نور هم وکړي، ځکه هغوی فکر کوي چې دا به موږ ته زیان ورسوي. خو موږ کولی شو چې دا ډېر ژر پای ته ورسوو."

تېره اونۍ د متحدو ایالتونو ولسمشر د ټروټ سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې واشنګټن له تهران سره په "ګټورو بحثونو" بوخت دی.

پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې وه چې متحده ایالتونه به "د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې په هېڅ وخت کې پر ایران برید" ونه کړي.

د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په درئېمه نېټه کېږي.

تېره اونۍ په یوې جلا غونډې کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي وو چې د سولې په چارو کې یې استازی سټیف وېټکاف د ایران په هوکړې کار کوي او "ډېر ښه پرمخ ځي".

  
12.10.2026
روزنامه هشت صبح

​

در پی اعتراضات و تظاهرات هواداران حزب تحریک انصاف برای آزادی عمران خان، نخست‌وزیر پیشین پاکستان، مقام‌های محلی شهر کراچی تجمع بیش از پنج تن را تا ۲۰ اکتوبر ممنوع کرده‌اند.

دان، یک‌شنبه‌شب، ۱۱ اکتوبر، گزارش داده که این تصمیم مقام‌های محلی بر اساس قانون آیین دادرسی کیفری گرفته شده است.

براساس گزارش، سید حسن نقوی، کمیشنر کراچی، گفته که گزارش‌هایی مبنی بر برگزاری اعتراضات، تظاهرات، تحصن‌ها و راهپیمایی‌ها در این شهر دریافت شده و نگرانی‌های امنیتی ایجاد کرده است.

او افزوده که نگرانی‌هایی وجود دارد که برگزاری راهپیمایی‌ها ممکن است منجبر به حوادث ناگوار شود.

این در حالی است که در چند روز اخیر، تظاهرات و راهپیمایی‌های هواداران حزب تحریک انصاف برای رهایی عمران‌خان از زندان، ایالت خیبرپختونخوای پاکستان را ناآرام کرده است.

سهیل افریدی، سروزیر ایالت خیبرپختونخوا، روز گذشته از هواداران این حزب خواست که در سراسر پاکستان به تظاهرات بپیوندند.

با این حال، حکومت فدرال پاکستان تا کنون در برابر خواسته‌های این حزب مبنی بر رهایی عمران‌خان مقاومت کرده‌ است.​

  
11.10.2026
بی بی سی

​

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بنګله دېش ۳۴۶ منډې وکړې.

په ځواب کې افغان لوبغاړو د دويمې ورځې تر پايته رسېدو پورې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره رحمت شاه ۸۴، عبدالملک ۶۲، اکرام عليخېل ۲۶، شاهدالله کمال ۲۰ او صديق الله اتل ۱۷ منډې کړې دي.

رحمت شاه او اکرام عليخېل لا نه دي سوځېدلي او د درېیمې ورځې پيل به کوي.

د دې د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ ورځ د بنګله دېش تنزيد حسن خپله وېکټه د عصمت عالم په توپ په ۸۳ منډو له لاسه ورکړه.

د افغانستان محمد سليم څلور، يمین احمدزي دری، عصمت عالم دوه او قيس احمد یو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش لپاره بيا شادمان اسلام ۶۷، لېتون داس ۵۳، مومن الحق ۳۹، نجم الحسن شانتو ۲۹ او مهدي حسن معراج ۲۴ منډې وکړې.​

  
11.10.2026
دآزادی رادیو

​

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د افغانستان له سیاسي صحنې تقریباً ورک و؛ دی د درملنې په پار مالیزیا ته تللی و، خو دغه یو لنډمهالی او رښتیا هم د درملنې په موخه سفر دی، که له طالبانو سره یې د اړیکو د پرېکون نښه ده؟

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کورنۍ ځینې غړي وایي، نوموړی له تېرو اتو میاشتو راهیسې په مالیزیا کې دی او په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د ستنېدو اراده نه‌لري.

د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې که څه هم پلار یې د درملنې لپاره له هېواد څخه وتلی و، خو په خبره یې د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې او شکایت لري.

هغه وویل، چې پلار یې په هېواد دننه د دغه ګوند د هر ډول سیاسي فعالیت، له غړو سره یې د پراخو ناستو او آن په خبره یې د عمومي مسایلو اړوند د نظر له څرګندونو راګرځول شوی دی.

ده وړاندې زیاته کړه: «دغه محدودیتونه یواځې حکمتیار صاحب باندې نه، بلکې پر نورو شخصیتونو هم لګېدلي، د فعالیت، ناستې او لیدنې اجازه چا ته نه ورکول کېده، بندیزونه بې‌حده زیات وو، کله کله به یې مېلمانه په یو ډول په تکلیفول، یا یې د هغوی داسې سپکاوی کاوه، چې بل ځل ملاقات ته ورنه‌شي یا به یې لمر کې درول او کله به یې تلاشي په سمه طریقه نه‌کوله، همدارنګه ولایتونو او ولسوالیو کې چې پوهـ شي، دوی د ګوند مربوط دي، حتی د یو ځای کېناستو او خبرو اجازه هم نه ورکوي.»

دی وایي چې پلار یې مالیزیا ته د خپلې درملنې لپاره د تګ لپاره ۷ میاشتې د طالبانو د حکومت اجازې ته په تمه و، چې وروسته یې ناروغي پسې سخته شوې هم وه.

ګلبدین حکمتیار ته نږدې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د هغه د مالیزیا په وېزه کې تر یوې میاشت وخت پاتې دی.

سرچینه زیاتوي، چې شونې ده ګلبدین حکمتیار یوه ګاونډي هېواد ته ولاړ شي.

خو د هغه زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار په دې اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار شاوخوا پینځه ورځې وړاندې د دغه ګوند له غړو سره په یوه انلاین ناسته کې د طالبانو حکومت پر روانو پالیسو سختې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې بدلون حتمي او نږدې دی. دا هغه مسایل دي، چې زوی یې​

  
11.10.2026
رادیو آزادی

​

 
 

سازمان ملل متحد می‌گوید که کودکان در افغانستان به دلیل ناامنی، فقر، بی‌جاشدن‌ها و محدودیت‌های وضع شده بر حقوق زنان و دختران، با مشکلات جدی روبه‌رو هستند.

حقوق انسانی کودکان باید رعایت و نباید بیشتر از این نقض شود
امیر گران کارشناس امور حقوقی

در گزارش جدید سرمنشی ملل متحد که هفدهم میزان منتشر شد، گفته شده که از آغاز سال ۲۰۲۳ تا پایان سال ۲۰۲۵، چهار هزار و ۵۸۲ مورد تخلف جدی در برابر کودکان در افغانستان تأیید شده است.

هرچند این رقم در مقایسه با دور قبلی گزارش‌دهی ۳۸ درصد کاهش یافته، اما سازمان ملل متحد تأکید می‌کند که این کاهش نباید به معنی بهبود کلی وضعیت کودکان در افغانستان تلقی شود.

بر اساس گزارش، بیشترین تخلفات ثبت‌شده مربوط به جلوگیری از رسانیدن کمک‌های بشردوستانه به افراد نیازمند است که تعداد آن به دو هزار و ۲۴۱ مورد می‌رسد. این رقم در مقایسه با دوره قبلی ۱۸۹ درصد افزایش را نشان می‌دهد.

در گزارش همچنان گفته شده که در جریان سه سال، یک هزار و ۴۱۵ کودک کشته یا زخمی شده‌اند.

بر اساس معلومات ملل متحد، ۸۰ درصد مجموع تلفات کودکان در نتیجه مواد انفجاری رخ داده است.

به گفتۀ سازمان ملل متحد، افغانستان هنوز هم یکی از آن کشورهای جهان است که ماین‌ها و سایر مهمات منفجرنشده باقی‌مانده از درگیری ها در آن، تهدید جدی برای زندگی کودکان به شمار می‌روند.

در گزارش، به‌حیث نمونه، از رویداد هفته گذشته یاد شده که در نتیجه انفجار یک مرمی هاوان، سه کودک کشته شدند.​

  
11.10.2026
صدای آلمان

​

ترکیه به جمع کشورهای رو به افزایش پیوسته که برای محافظت از کودکان و نوجوانان در برابر آثار زیان‌بار پلتفرم‌های آنلاین، قوانینی را وضع می‌کنند.

این تصمیم را روزنامه رسمی دولت ترکیه پس از تصویب قانونی از سوی پارلمان در ماه اپریل منتشر کرد.

بر اساس این قانون، ارائه‌دهندگان خدمات شبکه‌های اجتماعی موظف‌اند «اقدامات فنی و اداری لازم، از جمله تأیید سن کاربران، را برای اجرای تدابیر حفاظتی از جوانان روی دست بگیرند.»

صفحه اینستاگرام ما را دنبال کنید!

در بخشی از این قانون آمده است: «هیچ خدماتی که احتمال ایجاد اعتیاد در کودکان را داشته باشد، نباید در اختیار آنان قرار گیرد.»

کشورهایی از جمله استرالیا  محدودیت‌هایی را برای استفاده کودکان از شبکه‌های اجتماعی وضع کرده‌اند. کشورهای دیگری مانند بریتانیا  و فرانسه نیز در تلاش‌اند اقدامات مشابهی را روی دست بگیرند.

هدف از اعمال این محدودیت‌ها، محافظت از کودکان در برابر خطرات دیجیتال، از جمله اعتیاد به صفحه‌نمایش، کم‌خوابی، آزار و اذیت اینترنتی و اختلالات خوردن است.

مطالب ویدیویی را در صفحه یوتیوب ما ببینید!

در همین حال، گروه‌های مدافع حقوق بشر از محدودیت‌های آزادی بیان در ترکیه انتقاد کرده‌اند؛ محدودیت‌هایی که به گفته آنان، جامعه دگرباشان جنسی "ال‌جی‌بی‌تی‌کیو‌پلس"، رسانه‌ها و مخالفان سیاسی را هدف قرار داده است.

بر بنیاد گزارش‌ها در هفته‌های اخیر، حساب‌های متعدد در شبکه‌های اجتماعی در ترکیه مسدود شده‌اند.​

  
11.10.2026
دامریکا غږ

​

د جنوبي افریقا مشهوره حقوقپوهه او د بشري حقونو فعاله ناوي پېلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې اعلان شوه.

د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ (اکتوبر ۹) وویل چې پېلای ته دا جایزه «د سولې او نړیوال قانون د ودې لپاره د هغې د هڅو» له امله ورکړل شوې ده.

پېلای د بشري حقونو په برخه کې اوږده تجربه لري او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنره پاتې شوې ده. هغې د جنوبي افریقا په عالي محکمه، د روانډا نړیوالې جزايي محکمې او نړیوالې جنايي محکمې کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې او د جنګي جنایتونو، بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې د قضیو په څېړنه او محاکمه کې یې رول لوبولی دی. ‎

د نوبل کمېټې په وینا، ناوي پېلای د نړیوال قانون د پیاوړتیا، عدالت ته د قربانیانو د لاسرسي او د بشري کرامت د دفاع لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. کمېټې د پېلای «خپلواکي، مسلکي وړتیا او اخلاقي استقامت» وستایه او هغه یې د نړیوالو حقوقي بنسټونو له تر ټولو درنو او اغېزناکو څېرو څخه وبلله.

پېلای د اپارتاید پر مهال په جنوبي افریقا کې د تبعیض پر ضد له مبارزې نیولې، په نړیوالو محکمو او د بشري حقونو په بنسټونو کې تر کار پورې، د عدالت او قانون د حاکمیت لپاره زیار ایستلی دی.​

  
11.10.2026
روزنامه هشت صبح

​

۸صبح، کنر: منابع محلی می‌گویند که جت‌های جنگی وارد فضای ولایت کنر شده و در برخی ولسوالی‌های این ولایت گشت‌زنی می‌کنند.

منابع شام‌گاه شنبه، ۱۸ میزان، در گفت‌وگو با روزنامه ۸صبح گفتند که جنگ‌جویان طالبان به سوی جت‌های جنگی در فضای کنر شلیک کرده‌اند.

به گفته منابع، پهپادهای ناشناس بر فراز شهر کابل نیز گشت‌زنی می‌کنند اما درباره هدف و هویت آنان معلوماتی در دست نیست.

از سوی دیگر، منابع محلی می‌گویند که درگیری میان جنگ‌جویان طالبان و پاکستان در ولسوالی‌های دند پتان و اریوب زازی در ولایت پکتیا لحظات پیش پایان یافت.

درباره درگیری‌ها میان طالبان ‌و پاکستان، تلفات احتمالی آن و دلیل گشت‌زنی‌ پهپادها در این ولایات همچنان اطلاعات دقیقی ارایه نشده است.​

  
10.10.2026
بی بی سی

​

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستيال ویاند حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته ويلي، دا راپور ردوي او د، "اسلامي امارت په لیکو کې د کم عمره کسانو ګومارل په کله منع دي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په اړه خپل کلني راپور کې ويلي، په افغانستان کې "د پوځيانو په توګه د ماشومانو ګومارل او جنسي غلامي" شته او په وینا یې د طالبانو د حکومت امنيتی ارګانونه د دې پديدې د له منځه وړولو لپاره کافي هڅې نه دي کړې.

خو د دې راپور په ځواب کې ښاغلي فطرت وويل، "په هېواد کې د شرعي قوانینو په پلي کولو سره هم په ټولنه کې له ماشومانو د ناوړه استفادې مخه نیول شوې ده. موږ په دې اړوند هر ډول اندېښنې ردوو او له افغانستان څخه یې د نا خبرۍ په معنی بولو".

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق په اړه په کلني راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو حکومت د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره ځينې ګامونه پورته کړي چې په هغو کې په جزايی قانون کې بدلونونه شامل دي، "خو نوی فرمان کې د انسانانو د قاچاق روښانه تعريف یا په کافي اندازه سختې سزاوې نه دې وړاندې شوې".

په راپور کې ويل شوي، دغه جزايي قانون، "داسې احکام هم لري چې د غلامۍ ځينې اړخونه په رسميت پېژني".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې "په دې راپور کې د طالبانو يادونه په دې معنا نه ده چې امریکا طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت پېژني".​

  
10.10.2026
دآزادی رادیو

​


جګړو او ناامنیو بې‌کوره کړې دا کورنۍ وايي، په داسې حال کې له خپلو سیمو په پرله‌پسې توګه کډو ته اړ کېږي چې په خبره یې، یو خوا یې د مني په راتګ سیمې سړې او ورښتونه پیل شوي او بل خوا ته یې ناامني ژوند ګواښي.

د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې درې میاشتې وړاندې پر دغه ولایت د پاکستان په یوه هوایي بمبار کې سخت ټپي شوی هم و، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته د ډیورند کرښې ته نږدې څمکنیو ولسوالۍ کې خلک له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د جګړو له امله کوچېدلي او ځینې یې اوس خپلو کورونو ته ګرځېدلي.»

دی زیاتوي، چې لا یې هم کلي کې یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي وو، په نامناسبو سرپناوو کې ژوند تېروي.

ده د نوم نه خپرولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «د دې لپاره چې دا د برید سیمه مو غرنۍ ساحه ده، ساړه په‌کې ډېر او د خلکو اقتصاد هم خراب دی او د سونګ توکو وس هم نه‌لري، دغو بریدونو کې دردېدلې کورنۍ، چې ډېری یې ژوبلې شوې هم وې، اوس هم د جګړو وېره لري، ځکه چې کله کله د جېټ الوتکو ګزمې کېږي.»

دی وایي، ډېری کلیوال یې د ورځې په خپل کور کې وي او د شپې چې د الوتکو غږونه واوري، له سیمو راوځي. د پاکستان حکومت د روان زېږدیز کال د جون میاشتې پر ۲۸مه د شپې ناوخته د څمکنۍ ولسوالۍ پر مندوخېل کلي هوایي بریدونه وکړل، چې د طالبانو د حکومت د ادعا له مخې په هغه برید کې ۲۸ ملکیان ووژل شول او ۱۵۸ نور په‌کې ټپیان شول.

دغه ډول پر دغه برید سربېره د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو، لکه پکتیکا او ننګرهار کې هم د پاکستان او طالبانو تر منځ د نښتو او هوایي بمباریو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي، چې یو خوا یې د جګړو وېره کړوي او بل خوا د مني سړه هوا پرې په نامناسبو سرپناوو کې راغلې ده.​

  
10.10.2026
رادیو آزادی

​

عکس از ارشیف
 
عکس از ارشیف

برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP) و نهاد زنان سازمان ملل متحد (UN Women) از اختصاص ۱.۷ میلیون دالر برای حمایت از حدود ۱۵۰۰ زن کارآفرین افغان خبر داده‌اند.

شماری از زنان متشبث می‌گویند این سرمایه‌گذاری می‌تواند به رونق دوباره کسب‌وکارهای‌شان و ایجاد فرصت‌های کاری برای زنان کمک کند، اما تأکید دارند که روند توزیع این کمک‌ها باید شفاف و عادلانه باشد.

صدیقه، زنی که در کابل در بخش تولید صنایع دستی فعالیت می‌کند، می‌گوید در گذشته برای صدها زن در خانه‌ها و کارگاه‌های کوچک در ولایت غور زمینه کار فراهم کرده بود، اما در یک سال اخیر فعالیت‌هایش کاهش یافته و شماری از کارمندانش بیکار شده‌اند. او به رادیو آزادی گفت: «این کمک باید به گونهٔ شفاف و عادلانه برای خانم‌ها صورت بگیرد، چون کار آفرین زیاد است ولی مهم این است که پس از دریافت کمک آن را چه می‌کند؟»

صدیقه امیدوار است کمک تازه بتواند زمینه رونق دوباره فعالیت‌هایش و بازگشت شماری از کارمندانش را به کار فراهم کند. او افزود: «مدت یک‌سال می‌شود که کار های ما خراب شده، تولیدات ما کم شده، کارمندانم کم شده و بخشی زیادی از آن‌ها بیکار است، اگر این کمک صورت بیگیرد یک دریاچه‌ای است که کار‌ما رونق بیگیرد و کارمندانم دوباره سر کار شوند.»

کمبود سرمایه تنها مشکل زنانی نیست که می‌خواهند کاروبارهای موجود خود را گسترش دهند؛ شماری دیگر می‌گویند با وجود داشتن مهارت و طرح اقتصادی، به دلیل نبود سرمایه حتی نمی‌توانند فعالیت مورد نظرشان را آغاز کنند.

مریم حیدری می‌خواهد شرکتی برای بازاریابی محصولات زراعتی و صنایع دستی زنان ایجاد کند؛ طرحی که به گفته او می‌تواند به معرفی تولیدات زنان و فراهم‌شدن فرصت‌های درآمدزایی بیشتر کمک کند.

بودجه کافی نداریم و این سبب شده که کار و بار ما استاپ شود
مریم حیدری

او به رادیو آزادی گفت: «بودجه کافی نداریم و این سبب شده که کار و بار ما استاپ شود، مهارت فوق‌العاده دارم که زنان بتوانند در خانه خود شان روی پای شان ایستاد شوند و یک تغییری در زندگی خود شان و خانواده شان ایجاد شود، اما متاسفانه بودجه آن را ندارم.»

زنان کارآفرین می‌گویند در کنار سرمایه، دسترسی به بازار، مواد اولیه و فرصت‌های آموزشی نیز برای دوام و گسترش فعالیت‌های‌شان اهمیت دارد. فرزانه، یکی دیگر از زنان کارآفرین، می‌گوید اگر کمک مالی با آموزش و دسترسی به بازار همراه باشد، می‌تواند تأثیر بیشتری داشته باشد.​​​

  
10.10.2026
صدای آلمان

​ناوانتم «ناوی» پیلای، قاضی اهل افریقای جنوبی، به پاس تلاش‌هایش برای ترویج صلح و حقوق بین‌الملل، برنده جایزه صلح نوبل امسال شد.​

یورگن واتنه فریدنس، رئیس کمیته نوبل ناروی، هم‌زمان با اعلام اعطای جایزه صلح نوبل به ناوی پیلای، حقوقدان اهل افریقای جنوبی، نسبت به گرایش خطرناک به سوی جهانی هشدار داد که در آن «زور» بر «حق» مقدم شمرده می‌شود.

فریدنس پس از تمجید از تلاش‌های چندین‌ ساله پیلای در راستای تقویت حقوق بین‌الملل، اظهار داشت: «هرگاه زور بر حق غلبه کند، ثبات، اعتماد و همزیستی مسالمت‌آمیز تضعیف می‌شود.»

او هشدار داد که نظم حقوقی بین‌المللی با چالشی فزاینده و جدی روبروست، چرا که کشورهای قدرتمند اغلب از پاسخگویی در قبال اقدامات خود می‌گریزند.

صفحه اینستاگرام ما را دنبال کنید!

وی گفت: «ما شاهد گذار به سوی سیاستِ مبتنی بر قدرت هستیم؛ روندی که به بهای تضعیف چارچوب‌های حقوقی و کاهش احترام جهانی به قانون و عدالت تمام می‌شود.»

فریدنس اذعان کرد که نظم بین‌المللیِ مبتنی بر قواعد، هرگز بی‌نقص نبوده است.

ناوی پیلای کیست؟

ناوی پیلای که در سال ۱۹۴۱ در دوربان متولد شد، در دوران آپارتاید بزرگ شد و به یکی از نخستین زنانِ با تبار هندی در افریقای جنوبی تبدیل گشت که به حرفه وکالت پرداختند.

او از فعالان ضد آپارتاید، از جمله نلسون ماندلا (که او نیز برنده جایزه صلح نوبل بود)، دفاع کرد و برای پایان دادن به شرایط تبعیض‌آمیز در زندان‌ها مبارزه نمود.

پس از پایان آپارتاید، او به عنوان قاضی در دیوان کیفری بین المللی برای رواندا منصوب شد و در آنجا به ایجاد رویه‌های حقوقی مهمی کمک کرد که تجاوز جنسی را به عنوان مصداقی از نسل‌کشی به رسمیت می‌شناختند.

او بعدها به عنوان قاضی در دیوان کیفری بین‌المللی و همچنین در فاصله سال‌های ۲۰۰۸ تا ۲۰۱۴ به عنوان کمیسر عالی حقوق بشر سازمان ملل متحد خدمت کرد.

در سال‌های اخیر نیز، او ریاست کمیسیونی از سازمان ملل را بر عهده داشت که مسئولیت تحقیق درباره نقض حقوق بشر در اسرائیل و سرزمین‌های فلسطینی را داشت.

استقبال رئیس جمهور افریقای جنوبی

سیریل رامافوزا، رئیس‌جمهور افریقای جنوبی، انتخاب ناوی پیلای، حقوقدان برجسته، به عنوان برنده جایزه صلح نوبل را تبریک گفت و این جایزه را ادای احترام به تعهد مادام‌العمر او به عدالت، صلح و کرامت انسانی توصیف کرد.

رامافوزا در بیانیه‌ای که از سوی دفترش منتشر شد، اظهار داشت: «او با پایبندی به اصول و با این باور که جهان می‌تواند و باید به مکانی بهتر تبدیل شود، به بشریت خدمت کرده است.»

او از فعالیت‌های پیشگامانه پیلای به عنوان وکیل مدافع فعالان ضد آپارتاید، از جمله نلسون ماندلا، و همچنین سوابق بعدی او در حوزه عدالت بین‌المللی تمجید کرد.

پیلای در ادامه فعالیت‌های خود، به عنوان قاضی و رئیس «دیوان کیفری بین‌المللی برای رواندا» و سپس به عنوان کمیسر عالی حقوق بشر سازمان ملل متحد خدمت کرد.

  
10.10.2026
دامریکا غږ

​

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره یې په " په لوړه کچه بریالۍ " خبرې کړي او دا چې روسیې موافقه کړې چې ۳۰۰ لکه ټنه ډیزل تیل په سمدستي توګه د امریکا او نړۍ بازار ته عرضه کړي.

ښاغلي ټرمپ د واشنګټن پر وخت جمعه اکَټوبر ۹ د ټروت سوشل په حساب کې همدارنګه لیکلي چې پدې ټیلیفوني خبرو کې روسیې دا موافقه هم کړې چې په را روانې نومبر میاشت کې به ۵۰۰ کله ټنه او تر هغې سمدستي وروسته یو ملیون ټنه ډیزل تیل د نړۍ بازار ته عرضه کړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ویلي چې په روسیه کې د تیلو تصفیه خانو وضعیت ته په کتو سره به دا هیواد تر لنډې مودې وروسته درې میلیونه ټنه نور ډیزل تیل عرضه کړي.

ټرمپ د امریکا او نړۍ بازارونو ته د روسیې لخوا د ډیزل تیلو دا عرضه کیدل د امریکایانو او نړۍ لپاره غوره اعلان وباله او زیاته یې کړه چې پدې کار سره به د ډیزلو بیه په بې سارې توګه ټیټه شي.

جمهور رئیس ټرمپ دا د امریکایي بزګرانو او ټرکونو چلونکو لپاره هم ښه خبر وباله.

د امریکا جمهور رئیس همدارنګه ویلي چې د روسیې سره دا موافقه پداسې حال کې کیږي چې ایران به ونشي کړی اتومي وسله تر لاسه کړي.​​

  
10.10.2026
روزنامه هشت صبح

​

۸صبح، کابل: سجاد حیدرخان، سخنگوی وزارت خارجه پاکستان، گفته است که کابل پناهگاه امن گروه‌های تروریستی شده است.

حیدرخان، روز جمعه، ۱۷ میزان، در یک نشست خبری مدعی شده است که تحریک طالبان پاکستانی، ارتش آزادی‌بخش بلوچستان و سایر گروه‌های تروریستی در افغانستان پناهگاه امن دارند.

براساس ادعای حیدرخان، حملات نظامی اخیر پاکستان بر نقاطی در افغانستان بسیار دقیق بوده و مکان‌های خصی هدف قرار گرفته است.

او همچنین ادعا کرده که بارها موقعیت دقیق گروه‌هایی را که از نظر پاکستان تروریست خوانده می‌شوند، اعلام کرده است.

سخنگوی وزارت خارجه پاکستان تاکید کرده که هرگاه طالبان به حمایت خود از گروه‌های ضد پاکستانی پایان دهند، اسلام‌آباد خواهان روابط دوستانه با آنان خواهد بود.

این در حالی است که طالبان همواره حمایت از گروه‌های ضد پاکستانی رد کرده و اسلام‌آباد را در تامین امنیت خود ناتوان خوانده‌اند.

  
09.10.2026
بی بی سی

​

 منال (د همالیا ملي مرغۍ) ځانګړې زرغونې، شین ابي او مسي وزرې او بڼکې لري.
د عکس تشریح،منال (د همالیا ملي مرغۍ) ځانګړې زرغونې، شین ابي او مسي وزرې او بڼکې لري.​​

د هندي څېړونکو دوو څېړنو موندلې چې د بشري فعالیتونو چټک زیاتوالی د همالیا غرونو کې د یوې ځانګړې مرغۍ د ژوند او اړیکو پر څرنګوالي اغېز کوي.

مونال، چې د فېزنټ (Pheasant) کورنۍ یوه مرغۍ ده او د همالیې غرنیو ځنګلونو اصلي اوسېدونکې ده، د سیمې له کلتور، ولسي کیسو او هویت سره ژوره اړیکه لري. دا ښکلې مرغۍ، چې نران یې ځانګړي شنه نیلي او مسي رنګه بڼکې لري، د هند د اتراکنډ ایالت رسمي مرغۍ او د نیپال ملي مرغۍ ده. دا د همالیه په ټوله سیمه کې د یو کلتوري ارزښت لري.

څېړنې ښيي چې د زیربناوو پراختیا او ګرځندوی د دې مرغۍ د اوسېدو طبیعي ځایونه محدودوي، او زیاتېدونکی شور او زوږ یې پر دې هم اغېز کوي چې له احتمالي سیالانو سره څنګه اړیکه ونیسي.

د اتراکنډ څېړونکو د پنځو کلونو په موده کې دوه جلا څېړنې ترسره کړي چې د دې مرغۍ پر وړاندې یې مهم ګواښونه په ګوته کړي دي.

یوه څېړنه ښيي چې دغه مرغان اړ شوي دي د غرونو لوړو سیمو ته کډه وکړي، ځکه چې د ونو له کرښې پورته په الپاین څړځایونو کې د دوی طبیعي استوګنځایونه له ګڼې ګوڼې سره مخ شوي دي. بله څېړنه وايي چې مونال مرغۍ په یوه بوخته او له ګڼې ګوڼې ډکه دره کې د انسانانو له شوره د خپل غږ د اورېدلو لپاره د خپل غږ بڼه بدلوي.

د همالیه د ایکولوژۍ او اقلیمي چارو کارپوه، ویشال سینګ، وايي:

"دا دواړه څېړنې د نورو زیان‌منونکو ژوو لپاره یو مهم خبرداری ورکوي. که مونال دې ته اړ شي چې هم خپل غږ او هم خپل استوګنځای بدل کړي، نو پوښتنه دا ده چې نور ډېر حساس ژوي به څنګه غبرګون ښيي؟"

د همالیې هسکو کې، منال مرغه له ځنګلونو پورته په الپاین څرځایونو او ورشوو کې ژوند کوي.
د عکس تشریح،د همالیې هسکو کې، منال مرغه له ځنګلونو پورته په الپاین څرځایونو او ورشوو کې ژوند کوي.

د دواړو څېړنو مشر څېړونکي، ډاکټر راجیو لوچن، بي بي سي ته ویلي چې دوی ځکه د مونال مرغۍ د څېړنې لپاره غوره کړه چې دا مرغۍ د استوګنې محدود چاپېریال پالي. دا د کال د موسمونو له بدلون سره د غرونو د ټیټو لمنو د غرنیو سیمو او د لوړو هسکو د الپاین سیمو ترمنځ الوت کوي. د هغه په وینا، همدا ځانګړتیا دا مرغۍ د شمال لوېدیځې همالیه د ایکوسیستم د روغتیا یو مهم شاخص ګرځوي.​

  
09.10.2026
دآزادی رادیو

​

تر دې وروسته، چې په کابل کې د ښځو د کالیو په اړه د طالبانو د لارښوونو د نه مراعتولو له امله د ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شول، یو شمېر ښځې وايي چې له کور څخه د وتلو پر مهال له وېرې او اندېښنو سره مخ دي.

په کابل کې یوې اوسېدونکې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوې میاشتې وړاندې د کابل د هوایي ډګر پر سړک د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر محتسبانو ودروله او وروسته یې ونیوله.

دا وايي، په داسې حال کې چې د هوایي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه، دوه کسان چې په خبره یې، سپینې چپنې یې اغوستې وې، ورغلي او پوښتنې یې ترې کړې دي. د دې ښځې په وینا، وروسته یې ګرځنده ټیلیفون هم وکتل شو او د شخصي عکسونو او په ټولنیزو شبکو کې د هغې د فعالیتونو په اړه ترې پوښتنې وشوې.

دوه سپینې چپنې لرونکي نارینه راغلل او له ما څخه یې پوښتنې پیل کړې، بیا یې زما موبایل چک کړ او بیا زما شخصي عکسونه وکتل او ویل یې چې ولې خواله رسنۍ کاروې
یوه افغانه

هغې زیاته کړه: «د هوایي ډګر په سړک کې مې ورور راته پیغام راولېږه چې دواړه یو ځای کور ته ځو، زه هلته ودرېدم او عکس مې واخیست، ورور ته مې ولېږه چې ځای غلط نه‌کړي، دوه سپینې چپنې لرونکي نارینه راغلل او له ما څخه یې پوښتنې پیل کړې، بیا یې زما موبایل چک کړ او بیا زما شخصي عکسونه وکتل او ویل یې چې ولې خواله رسنۍ کاروې، غوښتل یې چې ما ووهي، ډېره ووېرېدم، ډېره وارخطا شوم او پلار ته مې زنګ وواهه.»

دا ښځه وايي، سره له دې چې حجاب یې اغوستی و، خو بیا هم څو امنیتي مرکزونو څخه ولېږدول شوه، په زوره ترې «جبري» څرګندونې واخیستل شوې. دا ادعا کوي چې لومړی د امنیه قوماندانۍ، بیا لسمې امنیتي حوزې او د ولایت زندان ته او په پای کې د څرخي پله زندان ته ولېږدول شوه.​

  
09.10.2026
رادیو آزادی

​

یک منبع دیپلوماتیک روز پنجشنبه ۱۶ میزان به خبرگزاری فرانسه (AFP) گفته است که فرانسه گفت‌وگوها با مقام‌های طالبان را برای تسهیل روند اخراج مهاجران افغان از فرانسه به افغانستان را آغاز کرده است.

فرانسه از زمان بازگشت طالبان به قدرت در ماه آگست ۲۰۲۱، هیچ‌گونه روابط دیپلوماتیک با مقام‌های طالبان ندارد و سفارت این کشور در کابل نیز همچنان بسته است.

با این حال، فرانسه در کنار حدود ۲۰ کشور دیگر اتحادیه اروپا، از جمله جرمنی، بلجیم و سویدن، برای تسریع روند بازگرداندن افغان‌ها، به‌ویژه افرادی که از سوی محکمه مجرم شناخته شده‌اند، تلاش می‌کند.

گفت‌وگوهای تخنیکی با طالبان آغاز شده تا روند اخراج مستقیم آن دسته از افغان‌هایی که در وضعیت غیرقانونی قرار دارند و تهدیدی برای نظم عامه دانسته می‌شوند، به افغانستان آسان‌تر شود
یک منبع دیپلوماتیک

یک منبع دیپلوماتیک به خبرگزاری فرانسه گفته است: «مانند دیگر کشورهای اروپایی، گفت‌وگوهای تخنیکی با طالبان آغاز شده تا روند اخراج مستقیم آن دسته از افغان‌هایی که در وضعیت غیرقانونی قرار دارند و تهدیدی برای نظم عامه دانسته می‌شوند، به افغانستان آسان‌تر شود.»

مقام‌های طالبان که از سوی اتحادیه اروپا به رسمیت شناخته نشده‌اند، تلاش دارند جایگاه خود را در سطح بین‌المللی تقویت کنند.

پیش از این، برخی کشورهای اروپایی برای بازگرداندن شماری از مهاجران افغان که مرتکب جرم شده بودند، نه‌تنها با طالبان گفت‌وگو کرده‌اند، بلکه نمایندگان طالبان را در سفارت‌ها و قونسلگری‌های افغانستان در کشورهای خود نیز پذیرفته‌اند. با این حال، هنوز روشن نیست که فرانسه نیز چنین امتیازی به طالبان خواهد داد یا خیر.

وزارت خارجه فرانسه به پرسش‌های خبرگزاری فرانسه درباره این‌که آیا به نمایندگان طالبان اجازه سفر به فرانسه داده خواهد شد تا روند اخراج افغان‌ها تسریع شود، پاسخ نداده است.

منابع دیپلوماتیک شمار افرادی را که احتمال دارد از فرانسه اخراج شوند مشخص نکرده‌اند؛ اما یک منبع دیگر آگاه از موضوع گفته است که شمار آنان ممکن است به صدها نفر برسد.​

  
09.10.2026
صدای آلمان

​رسانه‌های دولتی گزارش دادند که نخستین پرواز تجاری یک شرکت هواپیمایی خارجی به ایران از زمان آغاز جنگ در خاورمیانه، روز پنج‌شنبه در تهران به زمین نشست.​

این پرواز پس از آن انجام شد که ایالات متحده برای شرکت هواپیمایی ملی عراق جهت پرواز به ایران مجوز معافیت از تحریم‌ها را صادر کرد.

تلویزیون دولتی ویدیوی کوتاهی از فرود یک هواپیمای عراقی در تهران، پایتخت ایران نشر کرد. این هواپیما از شهر نجف (شهری مقدس برای شیعیان) برخاسته بود و افزود که این پرواز به صورت رفت و برگشت انجام شده است.

تلویزیون دولتی اعلام کرد: «این پرواز که توسط هواپیمای عراقی انجام شد، از فرودگاه نجف برخاست و ساعت ۶:۵۰ صبح به وقت محلی، با موفقیت در فرودگاه بین‌المللی امام خمینی تهران به زمین نشست.»

صفحه اینستاگرام ما را دنبال کنید!

ماه گذشته، وزارت ترانسپورت عراق اعلام کرد که ایالات متحده به هواپیماهای عراق برای پرواز به ایران مجوز معافیت داده است؛ یک مقام مسئول نیز به خبرگزاری فرانسه گفت که این مجوز شامل حال زائرانی می‌شود که میان ایران و نجف سفر می‌کنند.

دولت عراق همچنین هفته گذشته اعلام کرد که با ایالات متحده توافق کرده که به شرکت‌های هواپیمایی ایرانی - به استثنای شرکت «ماهان‌ایر»  اجازه می‌دهد پروازهای روزانه‌به مقصد نجف و بالعکس انجام دهند؛ شهری که میزبان یکی از مقدس‌ترین زیارتگاه‌های شیعیان است.

  
09.10.2026
دامریکا غږ

​

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې واشنګټن له تهران سره په "ګټورو بحثونو" بوخت دی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر ۸مه] په خپلې ټروت سوشل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ایران به د اټومي وسلو خاوند نه شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کرې: "موږ د ایران د اسلامي جمهوریت سره ګټورې خبرې اترې کوو."

ښاغلي ولسمشر په خپل پیغام کې دا هم لیکلي چې ایران له اقتصادي او پوځي اړخه په "بد حالت" کې دی او واشنګټن به د هرمز تنګي سمندري محاصرې ته دوام ورکړي.

پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې چې متحده ایالتونه به "د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې په هېڅ وخت کې پر ایران برید" ونه کړي.

 
 
 

د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په درئېمه نېټه کېږي.

د ایران په اړه د تازه پیغام تر خپرولو مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي و چې د سولې په چارو کې استازی سټیف وېټکاف د ایران په هوکړې کار کوي او "ډېر ښه پرمخ ځي".

د ایران د تسنیم خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په حواله خبر ورکړ چې تهران لا هم د واشنګټن هغه ځوابیه طرحه څېړي چې له مخې یې د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بیا پرانیستل کېدای شي.

عراقچي پر ډېپلوماتیکو هڅو د ټینګار سربېره وویل چې ښايي تهران په راتلونکو څو ورځو کې خپل ځواب واستوي.​

  
09.10.2026
روزنامه هشت صبح

​

۸صبح، کابل: سراج‌الدین حقانی، وزیر داخله طالبان، با نیکولا بلومو، کاردار اتحادیه اروپا در افغانستان، درباره گسترش همکاری‌های دوجانبه گفت‌وگو کردند.

خبرگزاری باختر تحت کنترل طالبان، روز پنج‌شنبه، ۱۶ میزان، گزارش داده است که دو طرف در این دیدار درباره ادامه روابط دوجانبه، گسترش همکاری‌ها و مبارزه با مواد مخدر گفت‌وگو کرده‌اند.

وضعیت امنیتی افغانستان و گسترش تعاملات میان طالبان و اتحادیه اروپا بر بنیاد موضوعات مشترک و مثبت، از دیگر محورهای این دیدار بوده است.

حقانی از آغاز ماموریت نیکولا بلومو در افغانستان استقبال کرده و روابط میان طالبان و اتحادیه اروپا را مثبت خوانده است.

در پایان این دیدار، دو طرف بر حفظ تعامل و ادامه همکاری‌ها میان طالبان و اتحادیه اروپا تاکید کرده‌اند.​

  
08.10.2026
بی بی سی

​

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اوومه شپه ناوخته کابل کې د هوايي ګوزارونو غږونو هغه اوازې او خبرونه ریښتیا کړل چې د همدغه کال د سپټمبر له۱۱مې وروسته په رسنیو کې خپرېدل. د بي۵۲ الوتکو لومړنۍ نښې په کابل، کندهار، جلال اباد او مزارشریف کې وې.

بریدونه پر هوايي ډګرونو، پوځي مرکزونو او یو شمېر ولسي ځایونو وو. د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش لږ وروسته اعلان کړه چې د امریکا پوځ د ده په امر "په افغانستان کې د القاعدې پر ترهګریزو پنډغالو او د طالبانو د رژیم پر پوځي مرکزونو بریدونه پیل کړل."

په یو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر خپل هېواد د امریکا بریدونه غندلي وو. تر ټولو لوی لاریونونه په جرمني او لندن کې وو. په ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو د دغو بریدونو پر خلاف غږونه پورته کړي وو.

د امریکا هوايي بریدونه تش د غچ وارونه نه وو، په ۷۱ ورځو کې یې د طالبانو پنځه کلنه واکمني ړنګه کړه او د هغوی مخالفان یې د واګ ګدۍ ته ورسول. د طالبانو مخالف ځواکونه تر ډېره د افغانستان په شمال او شمال ختیځو څنډو کې پر یوه وړه جغرافیه ورټول وو.

دې بریدونو یوازې واکمنۍ ادل بدل نه کړې داسې کورنۍ هم وې چې د هوايي بریدونو په ټس کې یې د کور ټول غړي وبایلل. د کابل یوې اوسېدونکې مرضیې هغه مهال د اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته ویلي وو " د کورنۍ اته تنه غړي مې وبایلل. زما لپاره هیڅ نه دي پاتې، نه زما کور، نه زما کورنۍ. هیڅ شی نه دی پاتې. شپږ ماشومان او یوازې زه یم، هیڅوک نشته چې زموږ لاسنیوی وکړي. بې سرپرسته، بې کوره پاتې یم.هیڅ ژوند نه لرم. زه هیڅ ژوند نه لرم بې وزلې یم، همدا زما کړاو او زما ژوند دی."

​​​
  
08.10.2026
دآزادی رادیو

​

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته، د لسیزو جګړو او د بشري حقونو د جدي سرغړونو اغېزې لا هم افغانان احساسوي، په داسې حال کې چې د دغو سرغړونو په تړاو د حساب ورکونې بهیر ډېر محدود پاتې شوی دی.د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ​​​​​

نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» په خپله اېکس‌پاڼه کې د اکټوبر د اوومې د دغې جګړې د پیل د ۲۵مې کلیزې په مناسبت کړي او ویلي یې دي چې حساب ورکونه باید هر اړخیزه او بې‌طرفه وي، په هر وخت کې د ټولو ښکېلو خواوو سرغړونې وڅېړي او د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو حقونه او تجربې د دې بهیر په مرکز کې وساتي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی وایي، په افغانستان کې له نږدې نیمې پېړۍ راپه دې خوا په جګړو کې د ښکېلو ډلو له‌خوا ډېر "جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جرمونه" چې ان د "عام وژنې" ځینې بېلګې هم په‌کې شاملې دي، ترسره شوي، خو دا چې په وروستۍ ۲۰ کلنه جګړه کې یې ښکېل لوري په څېړنو کې پاتې راغلي یو علت‌یې دا دی چې د جګړې هېڅ یوه لوري ته دا موضوع مهمه نه‌ده ښکاره شوې.

نوموړی د بن له مواقتنامې وروسته بیا د جمهوریت تر سقوط پورې د ۲۰ کلونو په موده کې په "جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو" کې ښکېل مهم لوري په څو برخو وېشي: "یوه برخه‌یې بین‌المللي قواوې دي، په راس کې امریکا چې دوی په مختلفو مواردو کې د جنګي جنایاتو او بشري ضد جرمونو مرتکبین شوي دي. دوهم اړخ‌یې د افغانستان خپله دفاعي او امنیتي ځواکونه دي چې د ناټو له ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې او یا هم په یوازیتوب سره په خینو مواردو کې د جنګي جنایتو او بشري ضد جرمونو علایم وجود لري. درېیمه ډله مخالفین یا هغه مسلح مخالفین ګروپونه چې طالبان او داعش او نورو ډلو په شمول ګروپونه دي چې په تېرو ۲۰ کلو کې یې په افغانستان کې جګړه‌ییز فعالیتونه کړي، دوی هم په ډېرو مواردو کې د جنګي جنایاتو او بشري ضد جرمونو مرتکبین شوي دي. دا هم باید هېر نه‌کړو چې ځیني خودسره ګروپونه هم د بشري ضد جرمونو مرتکبین شوي دي او ریکارډونه‌یې وجود لري."

  
08.10.2026
رادیو آزادی

​

شماری از زنان افغان که سال‌هاست در هند در انتظار تعیین سرنوشت پرونده‌های پناهندگی‌شان به سر می‌برند، می‌گویند طولانی شدن این روند، زندگی و آینده آنان را در وضعیت نامعلوم قرار داده است.

سمیرا بلخی، دختر جوان افغان، پنج سال است که در هند زندگی می‌کند. او برای تحصیل در مقطع ماستری در بخش صحت عامه به این کشور رفته بود، اما می‌گوید پس از تحولات سیاسی افغانستان و محدودیت‌های وضع‌شده بر زنان و دختران، نتوانست به افغانستان برگردد.

او پس از پایان تحصیل درخواست پناهندگی داده و هنوز در انتظار پاسخ است.

سمیرا به رادیو آزادی گفت: « بعد از درخواست پناهندگی تاحال هیچ جوابی دریافت نکردیم و صرف انتظار است و انتظار»

او می‌گوید نداشتن اسناد اقامتی و اجازه کار، زندگی‌اش را دشوار کرده است: «به عنوان یک دختر جوان که تنها هستم و دوره ماستری خود را در این‌جا به پایان رساندیم من نمی‌توانم در هند کار بکنم، چون به عنوان کسی که اسناد ندارد و درخواست پناهندگی داده اجازه کار برایش ناممکن است و مثل من هزارن دختر جپان افغان دیگر نیز در این وضعیت که نمی‌توانیم به کشور خود هم برگردیم و این بسیار آزار دهنده است.»

برای زنانی که سال‌هاست همراه با فرزندان‌شان در هند زندگی می‌کنند، این انتظار با مشکلات بیشتری همراه شده است.

خاطره رستم‌زاده می‌گوید ۱۵ سال است که همراه با پسرش در هند زندگی می‌کند.

او به رادیو آزادی گفت: «مدت ۱۵ سال می‌شود با پسرم تنها در هند زندگی می‌کنم، مشکلات و سختی‌های زیادی را سپری کردیم، به خاطر مشکلات اقتصادی پسرم دیگر نتوانست درس بخواند، تنها تا صنف هشت توانست مکتب برود، سازمان ملل تا حال هیچ کمکی با ما نکرده لطفا صدای ما را به جهان برسانید.»

خدیجه پاینده نیز می‌گوید ده سال است در هند زندگی می‌کند و در این مدت با مشکلات زیادی روبه‌رو بوده است.​

تاریخ 
عنوان 
منبع 
خبر