تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-03-22T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​منلی او محترم ورور او عزیز غروال صاحب!

 د سلام او احترام څخه وروسته

نن می په تعجب سره ولوستل چی دا خپل عزیز مو به جاهلانه ګروب بازی باندی متهم کړی یم.

تاسو ته د لمر په څیر څرګنده ده چی ما هیڅکله او په هیڅ مورد کی ستاسی په نسبت کومه ګستاخی او بی احترامی او بی ادبی نده کړه. زه ځانله نه چی مرحوممشر غروال صاحب ته احترام لرم،بلکه شهید برکت الله خان چی په حبیبیه لیسه کی زموږ د عربی ژبی استاداونهایت پاک،متقی او څپیڅلی پښتون وه، هم احترام لرم.

نو پدی پوه نشوم چی زه مو په کومه جاهلانه ګروپ بازی کی شمل کړی او دخیل ښودلی دی.

داچی تاسی د اسلامی امارت سره شدید ضدیت لرۍ دا ستاسی حق دی او ما هیڅکله ستاسی د موقف غندنه نده کړی، خو زه هم ځانته سل په سلو کی د اسلامی امارت په حمایت کی دریز ته حق ورکوم .

تاسی وینۍ چی د ستمی کم اصل سید یعنی غلام محمد غبار نه نیولی، تر هغه د شاګردانو او پلویانو پوری، ستر ملی زعیم نادر بابا ته، انګریز ویل کیږی، ولی هماغه نادر بابا وه چی د خپلو قهرمانو ملګرو لکه محمد ګل بابا، جرنیل یار محمد خان او نورو ګن شمیر مشرانو په مرسته ، دا هیواد او ملت، د سقوی بی ناموسانو نه وږغوره، که نه، تر نن ورځ به ددی بی ناموسانو غلامان وی.

نن هم اسلامی امارت لکه نادر بابا، هیواد او ملت د دریمی ثقاوی بی ناموسانو د اسارت نه خلاص کړ،

تاسو ولیده چی د افغانستان نه پنجشیرستان جوړ شویوه، افغانستان د تجزیی خواته روان وه، په کلتوری او فرهنګی لحاظ دا په حقیقت کی د ایرانی جنایتکاره صفویانو دوره وه.

ایرانی کثیف اصطلاحات لکه دانشګاه، دانشکده، چالش، ګفتمان، واژه، ویژه، واکنش، باد بزن یعنی ګوز بزن او داسی نور به سلګونو زموږ د ملی او او معمولو اصطلاحاتو ځای ونیوه، چی ملی مبارز استاد معروفی ورته فرهنګی تاراج وایی.

زما د مطبوعاتی او سیاسی او ملی او کلتوری مبارزی، دوره شبیته کلونو ته رسیږی، په داسی حال کی چه د افغان جرمن یوه محقق او مورخ لیکنه د هغه مهال په مطبوعاتو کی نه لیدل کیږی او دوی ټولو د مطبوعاتی فعالیت نه بیګانه وه او د یوه محترم یو مضمون هم د دیمکراسی په لسیزه کی په مطبوعاتو او اخبارونو کی نه لیدل کیږی، دا د نن ورځی بهلوانان دی.

نن هم زه یواخنی سړی یم چی په افغانی او بښتنی ننګه، د پښتو د تاریخ د ستر پښتون ملی مفکر  محمد ګل بابا د شخصیت نه، د هغو سوټمارو، منحطو او مفسدو او ایران د شاطرانو د غپا اوسوټو  خوراک  په مقابل کی لکه  غر ولاړ یم او دا غبانده کوحه ډب بشتون دشمنه سپی می رټلی او تمبولی دی.،

د ستر خوشحال بابا وینا ده چی فرماییی:

لا تر اوسه یی ماغزه به کرار ندی

چا چی چی ما سره وهلی سر په سنګ دی

بابا همدا راز فرمایی

څو  وانخلی له غلمیه انتقام

مرد نه خوب کا نه راحت کا نه آرام

محترم غروال صاحب

که تاسی به هره وینا زما د ملی مبارزی او  زما د لیکلنو غندنه وکړۍ، زما د خوانه به کومه بی ادبه خبره او ژبه وانورۍ، دا می د ستر پکتیا ذ ستر ولس په وینا (لو) کړی ده.

دا صرف د عزیزولۍ یوه  ګیله وه او بس، څکه ګیله له دوسته کیږی.

بر مخ دی ګلونه

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 23.03.2024 06:13 توسط  
آخرین اصلاح در 23.03.2024 10:55 توسط 1073741823