ډیر ګران او دروند دوکتور غروال صاحب ته سلامونه وړاندی کوم!
ستاسی د پاملرنی څخه ډیره مننه او حتماً پام کوم. دا خلک ډیر بی رحمه او متجاوز دی. دوی ځکه دا متجاور کارونه کولای سی، چی د داسی وسیلو خاوندان دی او څه چی دوی و نه غواړی، نو نه خپروی. دا یوه ډله ده. اوس چی دوی خارجی کلمات لکه «کانفلیکت» کلمی غوندی زمونږ ژبه کی ګډوی، هدف د دوی زمونږ ژبه، بلاربه یا حامله کو دی تر څو چی د فعالیت څخه و لویږی. د چا په صفت سړی د هغه څخه ښه شخصیت نسی جوړولای. د دوی حامی محمد داود مومند، چی په پښتو، د جنت تګ غواړی، باید پوه وی چی حتماً یوه انګلیسی دکشنری د ځانه سره یوسی. یو متل دی چی وائی « په ګاذری ندی، په خرپ ئی دی.» دا خلک نور د آزادی مباحثی وړ ندی. له همدی شیبی څخه وروسته نور به دوی ته هیڅ و نه لیکم. ستاسی هدایت به په یاد ساتم. جوړ اوروغ اوسی. په درناوی حمیدی.