تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-03-16T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​د استاد سنګروال صاحب نه یوه ګیله او پوښتنه

نامتو مورخ او محقق او ادیب، استاد سنګروال صاحب په یوه تلویزونی خپرونه کی د شعر په څرنګوالی او ډولونو عالمانه نظریات څرګند کړل.

د پښتو په ملتی او جنتی ژبی په ادب او مخصوصاْ د شعر په برخه کی، داسی اشعار هم شته چی ګوندی د نورو ژبو په ادب کی څاری ونلری، لکه بګتۍ او لنډی،

ولی په دری ژبه کی هم، لنډیو ته ورته، څه شته چی (دو بیتی) په نامه پیژندل کیږی.

ما د محترم استاد سنګروال صاحب نه د هغه د ایمیل په ذریعه دا پوښتنه مطرح کړه چی د (لنډی) او (دو بیتی) په مینځ کی به، په شعری لحاظ تفاوت په کومو برخو کی وی، خو له بده مرغه، استاد سنګروال صاحب زما د پوښتنی ځواب رانکړ، هیله ده علت یی د دوی عالمانه غرور نه وی، ځکه علم او غرور سره په متضادو قطبونو کی، ځای لری.

پدی توګه یو ځل بیا د محترم استاد سنګروال صاحب نه هیله کوم چی دا قلم، په خپلو عالمانه او فاضلانه نظریاتو تنویر کړی.

ضمناْ هیله لرم چی تنویر شم، چی زموږ به ملتی او جنتی ژبه کی، نور کوم شعری ډولونه شته د نورور ژبه په ادب، لکه دری ژبه کی نه لیدل کیږی.

د غزل شاهنشاه استاد حمزه بابا، شینواری فرمایی:

وایی اغیار چی د دوزخ ژبه ده

زه به جنت کی د پښتو سره ځم

د اغیار نه منظور فارسییستان او د ایران وطنی ګوډاګیان او زموږ د ملتی ژبی مادر زاده دشمنان دی، چی د پښتنو د اویا ملیونی نفوس د ژبی او کلتور څخه نفرت لری او پوهنتون ته دانشګاه وایی!!  

مننه لویه استاده

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 17.03.2024 17:07 توسط  
آخرین اصلاح در 17.03.2024 18:29 توسط 1073741823