احسان لمر او توخي صییبانو ته درناوي، زه له بدې مرغه په سختیو لوی شوی یم او خبرې مې همدې له پاره تندې دي، خفه کېږئ مه! تاسو دواړه اوچت او رښتیا خبرې کړي دي، هغه ځينې چه خبرې له خپلو خولو نه باسي نو خوري هسې چه دوستان خوري! رحیم الهام صاحب او شپون د مساوات ورځپاڼې لوی غړي ؤ، دوی دواړه زما د ورور بشیر اتل د شپې او ورځې دوستان او زما معنوي پلرونه او د ژوندانه استادان او یو عمر سره له ګذرګاه نه چه لس کلن ؤم تر آخري شپې او ورځو داسې ؤ چه د یوې کورنۍ غړي ؤو! میوندوال او مګر دا نور چه مې نومونه پاس یاد کړل د استادانو استادان ؤ او دغو سویه بله وه او ځان ته سیاسي افکار درلودل چه زه هم د هغه مکتب نه یم. هېڅ شپه، ورځ، مازدیګر یا ماښام د کودتا خبره نه ده یاده شوې، د مساوات اخبار د ډېرو خلکو له ذوق سره بابر نه ؤ، بیا هم زما هېر دی چه کوم شمېر خو بېڅاری لوستل کېدل! چه قصه لڼده شي دا ده چه که تاسو یو عکس ليدلي وي د میوندوال او د امریکې د جمهور ریس «لیندن جانسن»، چه میوندوال صاحب شی پښ بله پښه او تلی یې د لیندن جانسن ته او جانسن سر او غوږ یې د میوندوال خبرو ته نیولی، په دغه وضعیت او ناسته د میوندوال ، د ده د مرګ او اعدام حکم ؤ! وبښئ له لویو هم په غرب کې له لویو سیاستوالو سره له ډېر قدیمه ناست یم او پخوا له ناسته ما ته درس راکړ شوی ؤ چه څرنګه ناست او ولاړه وکړم. دومره پخې دسيسې دي او شیطنتونه هم ورسره چه یقین باور باور مو نه راځي او څرنګه په یوې زمانې کې بندي او وژل کېږي چه چه په یوه ګولۍ دوې مرغي نشان شي! زه قسم یادوم چه هېڅ یوې زمانې کې د میودنوال له سخت نزدې کسانو نه مې کومه خبره د کودتا نده اورېدلی! دا آوازې او تېر زمانې اړول او بحثونه او نور استخباراتي بڼې لري چه تر هغه نو ټیټ نه وي خلکو باندې تور یا تورونه لګول کېږي! ګلؤونه(افغانستان موږ، پخواني او راتلونکي نسلونه د اسنادو پر بڼسټ چه راسره دي د غرب د دسیسو قربانیان ؤو، یو او به اوسي!!