قصور دا نۀ دے چې د کومې نظريې سره ځم
ګناه مې دا ده چې زپېځلې عقيدې سره ځم
تا د ظلمونو انتها وکړه, ستا خپله مرضي
زۀ
کربلا ته د حسين د قافلې سره ځم
تۀ خوف وحشت راخوروه د ترخګرو په زور
زۀ به د خپلې خاورې خپل اختيار نعرې سره ځم
تۀ د نفرت د زهرو جام ګوټه, دننه سوزه
زۀ به د مينې محبت د زمزمې سره ځم
تا د شېطان قبا په تن کړه, خپله لاره وهه
زۀ د ادم نه تر دې دمه د توبې سره ځم
ستا اطاعت راباندې فرض نۀ دے, نۀ ئې منم
په بغاوت د خپلو مټو حوصلې سره ځم
فرهاده بيا مې مرور په زړۀ راورېده
فرهاده بيا به ئې کوڅې ته د جرګې سره ځم