تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-08T23:00:00Z

اسم

دوکتور غروال

محل سکونت

ویانا

تبصره

​ډیر  افسوس او ستره نامردی دی چی ملت د کمونیستی خائینانه کودتا په وسیله په دوزخی اور کښی سوزی حتی د وچی ډوډی پیداکولو پسی  سرګردانه  منډی وهی  اما په ویب سایتونو کښی دا نیمچه منورینو پخپلو مینځو  کښی شخړی او بد ویل شروع کړی دی او حتی په مړو پسی ئی هم بد ویل شروع کړی دی او ددی فجایعو  محکمتیا لپاره ئی حتی ګروپ بندی هم جوړی کړیدی او ځینو ملی خائینو د افغان ملی تاریخ تخریب کولو باندی هم افتخار کوی  !!!

په حقیقت کښی ددی ملی خائینینو په واسطه اجنبیانو ته د افغانستان  ملت تخریب او د افغانستان کنترول  زمینه برابره شویدی دا معلومداره خائینینو حتی د افغانانو او افغانستان باره کښی جعلی تاریخونو نوشتو باندی شروع کړیدی  لکه چی ماته په وطنی مجلسونو کښی دائیم  په لوړو اوازو ویل شوی دی او ویل کیږی چی : ډاکتره  د مونږ په خاوره کښی دا خپور شوۍ  اور او د خارجیانو یرغلونو لپاره تاسو مکتبیانو  له خوا موقع برابره شویدی نو مونږه مه مجبوروۍ چی د تاسو په عوض مونږ بی سواده  د حکومت کول په لاسونو کښی ونیسو ، ډاکتره  مونږ ټول قومونه په خپلو مینځو کښی سره جوړ یو او د مونږ په مینځ کښی د قومیت او ژبو نفرت ندی موجود دا ټولی د ژبو او قومیت بی اتفاقیو او د اجنبیو یرغلونو ته تاسی  شرائيط برابر کړیدی ، ډاکتره د مونږ دا پیغام نورو مکتبیانو ته هم ورسوه او ورته ووایه چی مونږ تاسی مکتبونو ته داخل کړۍ چی د مونږ په شان سخت ژوند شرائیطو څخه خلاص شی او د ښه ژوند څښتنان شۍ او دتاسو په وسیله د مونږ ژوند شرائیط به هم ښه شی نه تاسی په خپلو کارونو د مونږ سخت ژوند لا سختره کړو ، ډاکتره نورو مکتبیانو ته هم د مونږ پیغام ورسوه چی د تاسو مشرانو او کشرانو په خپل تاریخ کښی د خارجیانو غلامی ندی کړی او نه د قومیت او ژبو تفریقو بیماریو باندی اخته وو او دی او د تاسی له برکته مو د حزبونو  تر نام بندی کول او وژل هم ولیدل  ،  تاسی د مونږ وجود یاستۍ پریږدۍ د اجنبیانو غلامی او  د قومیت او ژبو نفاق  بیماری دا د مونږ له خوا تاسی ته سوال او زاری دی  !!!! 

مونږ په هغه پک ظاهرخان باندی راضی وو او اوس د تاسو له برکته مونږ د کمونیستانو او د پاکستان او ایران ملایانو ظلمونو قربانی شوو ، مکتبیانو نوره بس دی او مه مو مجبوروۍ چی د تاسو په وژلو باندی جبرآ شروع وکړو !!!!!!

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/AT.PNG
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823