Skip to main content

مقالات
اخبار روز
حراست از زبان دری
لغت نامه
آرشیف ویدیوها
جنتری
سایت های افغانی
اداره
Go Search
  
آریانا افغانستان آنلاین Ariana Afghanistan Online > آرشيف نويسندگان > تاج الدین ملتمل  

آرشيف نويسندگان : تاج الدین ملتمل

اسم

تاج الدین ملتمل

فهرست مقالات

مطالب منتشره

عکس

زندگی نامه

د داکتر تاج الدین ملت مل لنډه پیژندنه

پیدایښت:  افغانستان، ننګرهار، چپرهار، ۱۳۳۲ل

تعلیم او تحصیل:  ابتدایه:  د چپرهار او روداتو متوسطه

بکلوریا:  د ننګرهار لیسه

پوهنځې:  د ننګرهار د طب پوهنځې نه په ۱۳۵۵ ل فارغ

ماستری په عامه اداره کی:  د امریکا د نبراسکا پوهنتون -  ۱۳۷۷

بله ماستری په عامه روغتیا کې:  د امریکا د نبراسکا پوهنتون، ۱۳۷۸

دندي:  د افغانستان په سمنګانو، هرات او د کابل د وزیر اکبر خان په روغتون کی ۳ کلنې دندي او د تخصص دوره.  د پاکستان په پیښور کی د داکترانو د اتحدې موسس غړی، د دری ګونې اتحاد د صحې چارو د ریاست معاون، او افغانانو لپاره د صحې او اجتماعې مرستو د اداری مبتکر، بنسټ ایښودونکې او معاون. د امریکا کی د نبراسکا د پوهنتون په شفاخانه کی د طبې څیړنو متخصص لس کاله د ۱۲ علمې تحقیقاتې اثارو د نشرولو سره.  په افغانستان کی د مخدره موادو په وزارت کی د معتادینو د تداوي په برخه کی د وزارت مشاور ۲ کاله.  دیوی نړیوالې غیر اتنفاعې مؤسسی ( د سولې او سوکالې د نړیوالې مؤسسی) بنسټ ایښودونکې او مشر.

علمې کارونه او اختراعات:  ۱۵ کتابونه یی لیکلې دی چې  دی جملې نه یی دری په خپل اړونده موضوع کې په نړیواله کچه اولین کتابونه دي.  د دی جملې نه یی لس نشر شوی دی. د ده شپږ اختراعوي د امریکا د کانګرس په کتابخانه کې د ده په نوم ثبت دي. او پردی برسیره لس نوری اختراع ګانی یی د کار لاندی دي.  ده د خپلې انجیو له لاری په افغانستان کی بې مثاله خدمتوونه تر سره کړي دي.  دی د ځوانانو سره ځانګړې مینه لری نو په همدی لحاظ یی خپل وروستې چاپ شوي اثار هم هغو موضوعاتو ته وقف کړی چې د ځوانانو ضروریتونه دي.  د ده دری اثار (ځوانان او شخصیت جوړیدنه، واده  او د واده په اړه ځوانانو ته لارښوونې، او د بشر د حقوقو په اړه لومړنې مکمله مجموعه) د ځوانانو د ډیری توجه وړ ګرځیدلې دي. دی د معارف د اصلاح په اړه د افغانستان دولت، ولسمشر او پوهنې وزارت ته داسی ځانګړي وړاندیزونه ورکړی دی چې که هغه عملې شی نو په کمه موده کی به د افغانستان په تعلیم برخه کی یو ستر مثبت بدلون رات منځ ته کړی.

سیاسې ژوند:  په هیواد مین، د سالم سیاسې ملې وحدت پلوي، واقعې ملې مبارز (نه سیاستوال) شخصیت، چې د ۱۵ کلنې د عمر نه په ملې مبارزه کی د یوه مخکښ په توګه په دوامداره ډول خپل ملت او خلکو ته صادق او خدمتګار پاتې شوی، او د خپلو ټولو سیاسې کړو وړو په اړه ملت ته په زغرده حساب ورکولو ته اماده دی. ده په ۱۳۵۸ کال کی د یوه کال لپاره د پلچرخې په زندان کی د سیاسې بند دوره هم تیره کړی ده.  د خپلو انتقادی او دقیقو پیښ بینې کوونکو لیکنو له امله په افغانستان، پاکستان او حتا امریکا کی هم د افراطیت ګر اسلام غولونکو ډلو له خوا څو څو ځلې په مرګ او زورولو تهدید شوی دی.  د ده له نظره سالم سیاسې شخص هغه دی چې خپله مفکوره د ملې ګټو نه قربانې کړی نه دا چې ملې ګټې د خپلې مفکوری لپاره قربانې کړي.  د همدغه اصل نه په پیروی، ده  ۱۸ کاله دمخه په افغانستان کی د یوه نوې توانمند ملې حزب د جوړولو ابتکار کړی وه، سره لدی چې د ده د ډیرو هلو ځلو سره سره دی کار دومره پرمختګ ونشوکړای، خو ده خپل همت له لاسه ورنکړ او پدی لاره کی یی مبارزه پرینښوده. دا دی د ده هغه وړاندیز بلاخره پدی ورستیو وختونو کی د یو شمیر پوهو او په وطن مینو سیاست پوهو هیوادوالو توجه را جلب کړي او د ده امیدواری یی زیاته کړی ده. دی د دغه ملې حزب جوړښت دیو شمیر داسی نوښتونو سره وړاندی کوي چي لا تر اوسه بل چا ندی وړاندی کړي.  همدا وجه ده چې یو شمیر سالم د سیاسې ډلو مشران هم د ده د وړاندیز پلوي ته غاړه ایښودلې ده.

 

 
شماره120.00

ایمیل آدرس

Dr.Tajuddin Millatmal <tmillatmal@gmail.com>

وبسایت

فیسبوک

یوتیوب

تبصره

آريانا افغانستان آنلاین
تماس با ما برای ارسال مقالات: info@arianafghanistan.com  و یا spineghar@gmail.com 

Besucherzaehler