Skip to main content

مقالات
اخبار روز
حراست از زبان دری
لغت نامه
آرشیف ویدیوها
جنتری
سایت های افغانی
اداره
Go Search
  
آریانا افغانستان آنلاین Ariana Afghanistan Online > آرشيف نويسندگان > حسیب حکیم  

آرشيف نويسندگان : حسیب حکیم

اسم

حسیب حکیم

فهرست مقالات

مطالب منتشره

عکس

زندگی نامه

عبدالحسیب حکیم د مفتی عبدالحکیم زوی په کال ۱۳۴۳ د کابل  په پل محمود خان سیمه کې زیږیدلی دئ. په ۱۳۶۱ کال کې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی او لکه اکثرو افغانانو په څیر په خاصه توګه ځوان نسل د کمونسټي رژیم له مظالموله له کبله د هیواد پریښودو ته اړ شوی دئ. د هجرت لمړی کال یي په پاکستان کې تیر کړی او  په کال ۱۹۸۴ کې آلمان ته مهاجر شوی دئ. د آلماني ژبې زدکړې نه وروسته لمړی یي یوه  طبی رشته  او وروسته یي خپل عالی تحصیلات  د مونشن د LMU په پوهنتون د سیاسی علومو په څانګه کې سرته رسولي. په ۲۰۰۴ کې يي خپله ماسټری په شرق پیژندنه (Orientalistik) کې د آلمان د بن له  پوهنتون څخه لاس ته راوړې. له ۲۰۰۴ کال را پدیخوا د آلمان د بن او کلن په پوهنتونونو کې د فارسي، دری او پشتو ژبو برخو کې تدریس کوي. د ۲۰۰۹ کاله تر ۲۰۱۰ پورې یي د آریانا افغانستان په ټلویزیون کې د « اونۍ خبرونو» تر عنوان لاندې یي خپرونه په مخ بوولې ده. سربیره له دې يي درسې مواد او رسالې د فدرالي آلمان دژبو د مرکز له خوا چاپ شوي دي. مشهور کتاب يي (Kauderwelsch Buch Hakim, Abdul Hasib,  Dari für Afghanistan - Wort für Wort, ISBN: 978-3-8317-6466-2 ) دئ چې درې  وارې له چاپه راوتلی دئ. همداراز د ځینو علمي مقالو ژباړې یي په ځینو ویپاڼو کې خپرې شوې دي. سربېره له دې د آلمان له بیلابیلو محکمو او ادارو سره د رسمي ژباړن په توګه هم همکاری لري.

عبدالحسیب حکیم د آلمان د بن په ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. سربیره له لیکوالی او ژباړې له ورزش او په خاصه توګه له والیبال سره ډیره مینه لري.

 

 
شماره102.00

ایمیل آدرس

وبسایت

فیسبوک

یوتیوب

تبصره

آريانا افغانستان آنلاین
تماس با ما برای ارسال مقالات: info@arianafghanistan.com  و یا spineghar@gmail.com 

Besucherzaehler