Skip to main content
    تاریخ امروز:             ارسال مقالات: info@arianafghanistan.com    آریانا افغانستان آنلاین  در شبکه های اجتماعی: Facebook  Youtube       جستوجوی دقیق: Search 
 

آریانا افغانستان آنلاین

| مؤسس وبسایت: ولی احمد نوری | صفحۀ نخست
اخبار روز
فهرست مندرجات
کتب و رسالات
لغت نامه
جنتری
سایت های افغانی
Go Search
 


نظریات شما

  تخطی سازمان جهانی یونسکو    نویسنده:  حامد نوید

 
اسم: دودیال   محل سکونت: کابل    تاریخ: 25.02.2021
 

دودیال
دتیر په دوام:
په افغانستان کې دښکلي لیک ډولونه
(اوومه برخه)
سره له دې چې هند، پاکستان، ایران او عربی هیوادو کی په عین الفبا او طریقه لیک(خط) کیږی او په دغو ټولو هیوادو کې د ښکلي خط هنر و او اوس هم شته، خو څومره چې د امیرعلیشیرنوایی پاملرنه او هڅونه په افغانستان کې تذهیب او میناتور، خطاطی، کتابت او تجلید ته وه، هغه مهال نورو هیوادو کی نه وه. له هغه راهیسې افغانستان کې د خط او میناتور یو ځانکړی سبک رامنځته او نورو سیمو ته خپورشو. هېره دې نه وي؛ کله چې موږ د خط او کتابت خبره کوو، نو دې سره میناتور او تذهیب هم یو ځای وي، دا ځه چې پخوا عموماً دیوانونه، سپیڅلی کتابونه دلیک تر څنګ د داسې حواشیو لرونکي وو، چې په جدول او میناتور به جلا کیدل. زیاتره پخوانۍ افسانې او د الف لیلة په شان آثار او له هغو څخه نور جوړ شوی متنونه د ځناورو، ونو، بوټو او ګلانو د انځورونو لرونکی هم وو. زموږ لومړنیو رسمی جرایدو لکه شمس النهار، سراج الاخبار،امان افغان او نورو هم انځور شوې کلیشې او خطاطی شوي سرلیکونه لرل. په دې توګه د انځورګری او میناتور بحث له خط او خطاطی سره شریک دی.

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 17.02.2021
 

د ګران هیواد په معاصره دوره کې
د خط او میناتور نامتو څیرې
او د میناتور بازار او وضعیت

(شپږمه برخه)
افغانسان د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې؛ نه یواځې دا چې د مدنیت څلورلارې او د تجارتی کارووانسرایونو مرکز و، بلکې زموږ نیکونه د کښت، مالداری، صنعت او متداوله علومو په برخه کې هم بیساري وو. زموږ د نیکونو د لاسی صنایعو پر مخ انځورونه، په ګاڼو باندې دغمیو لګول، تذهیب، منبتکاری او نور زیاتره یواځې د صنعت له پلوه کتل شوي، خو هیره دې نه وي چې دهغو هنری اړخ لا زیات د پاملرنې وړ دی. همدا اوس د طلاتیپې اثار نړیوالو ته د حیرت وړ دي. د ودانیو پردیوالونو انځورونه، دلرګینو وسایلو پرمخ ګلان او نقشونه، د لوښو سینګار، ګلاباتون، خامک، خټین لوښي او نور ټول د تجسمی هنر بیلګې دي. دا چې زموږ بحث پرخط اومیناتوری دی، دغه هنر له نن څخه شپږ پیړۍ مخکې د خواجه میرک د شاګرد، کمال الین بهزاد او د ده د دوران د نورو هنرمندانو او خطاطانو په زیار د یو ځانګړی سبک تر برید پورې ورسید. دهنر او ادب په ډګر کې د سبک او مکتب برید ته رسیدل او د یوې سیمې یا یو هنرمند او ادیب ځانګړی طرز، د کار مواد او تخلیق د “سبک” په توګه پیژندل کیدل، خپله یو لوی کمال او ویاړ دی. دغه ډول سبک د اړوند سیمې او هنرمند په نوم یادیږی.

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: Akhtar Yusufi   محل سکونت: Fairfax    تاریخ: 04.02.2021
 

متصدیان سیتهای نشراتی انترنیت !
جنابات شما در کشورهای غربی بخصوص نشرات انترنیتی را در اروپاانتخاب نمودید چنین نشرات در اروپت کاملا آزاد و شخصی شده نمی توند. صحفات نشرات انترنیتی مالکیت شخصی و سیاسی شما شما شده نمی توانند، که نشرات آنرا طبق دلخواه تان با طرز دید سیاسی و جهادی تان انحصار نمائید. من در طی دوفته پنج نوشته بشما فرستاده ام یکی هم نشر نشده است.
_______________________________________________________________

جناب محترم اختر خان یوسفی!
این قسمت مربوط تختی های یونسکو در مورد هنر میناتور هرات است نه کلکین شکایات.


اسم: خلیل الله معروفی   محل سکونت: آلمان    تاریخ: 04.02.2021
 

"فرزند استقلال" و استاد "هفت قلم"
رخ در نقاب خاک کشید

همین لحظه نوشتۀ کوتاهی از قلم جناب فضل الرحیم رحیم از نظرم گذشت و دانستم که "فرزند استقلال" رخت از جهان بربسته و اسیر زندان خاک گردیده است. ایشان در بدو مقالۀ خود چنین نویسند:
«استاد عزیزالدین وکیلی پوپلزائی، خطاط هفت قلم، نویسنده و مورخ شهیر کشور، خود را "فرزند استقلال" مینامید و برای این گفته اش دلیلی هم داشت ان اینکه او درست با استرداد استقلال افغانستان از چنگ انگلیس، دیده به جهان گشوده بود....»

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 31.01.2021
 

دهرات د میناتور ځانګړی سبک
(پنځمه برخه)
د افغانستان بیلابیلو وختونو کې له بیلابیلو لوړو-ژورو او راز راز تاړاکونو سره مخامخ شوی دی، کله چې د هر تاړاک او ټولنیز کړکیچ او بحران څپې لږڅه په دمه شو ی دی، نو زموږ نیکونو په دغه وقفه کې دخپل مدنی ژوند د عادي دوام، داقتصادی شیرازې د جوړولو، د هنراو ادب ودې او د ټولنیزو معیارونو، کښت او کار او د کړکیچ درسوباتو د بیرته له منځه وړلو، اخلاقی او دخپلو ملی او ټولینزوسجایاوو(نامدون قانون: مورالیتی، دود-دستور، فرهنګی ارزشونو،نرخونو او څلیو) بیرته حاکم ګرځولو لپاره کار پیل کړی دی. وروسته د چنګیز له ټکې( چې ارواښاد غبار صاعقه ی چنګیز) بللې ده، زموږ خلکو لږ دمه واخیسته، یوه دوره بیا د امیر تیمور(ګوډ تیمور) پرمهال کړکیچ سره مخامخ شول، خو له نیکه مرغه دوی بیرته خپل ورځنی ژوند سمبال کړای شو. تیموری چارواکی د دې سیمې د معنویت تر اغیز لاندی راغلل او د فرهنګ ودې ته زمینه برابره شوه. د دغې مساعدی فضا دننه یو شمیر استعدادونه لکه آقامیر کهروی، امیرروح الله، ولی الله، سلطانعلی مشدی او نورو د تذهیب او خط هنر ته پاملرنه وکړه.

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: دودیال   محل سکونت: تهران    تاریخ: 22.01.2021
 

دودیال
دافغانستان د خطاطی او میناتوری هنر
لومړۍ برخه
(یوه خاطره او دموضوع سریزه)
پلارته می دې خدای(ج) فردوس جنت نصیب کړي، وروسته تردې چې شروط صلوة یی راباندې ولوست، پنج کتاب، خواجه حافظ او دهغه وخت نور کتابونه یی را وښودل، په دې لړ کې یې حسن خط ته کینولم. په اول کې به یی سپینه خاوره خپله راته جوړوله، د لرګي په تخته یې راته لیک کاو، ملافه به یې راته لیکله، وروسته یې سیاهی جوړول را زده کړل او نیی قلم به یې راته په تیره چاقو( سر) کاو. په سیاهی باندې پرکاغذ مشق تر سپینی خاورې ډیر په زړه پورې و. د خط ډولونه یې را وپیژندل: نستعلیق، کوفی، ثلث، شکست،...خو زما ډیره علاقه نستعلیق او ثلث سره وه. په همدې خاطر آن لا درېیم ټولګی کې وم، چې زموږ ښوونکی راته وویل چې د ترقی تعلیم او حاضری پر پوښ باندې ولیکم:
ترقی تعلیم صنف سوم الف
حاضری صنف سوم الف
نګران : ګل مکی.
دواړه می ولیکل. د معلم صاحب په هدایت مې د ښوونځی د دیوالي جریدې عنوان هم ولیک او په یوه بل شین بخن کاغذ مې (سوم الف) ولیکل چې د ټولګی پر سره یې لګولی و. ما به هره ورځ هغو ته په کتلو فخر کاو.
دوه –درې کاله وروسته، داستقلال د جشن په یوه شپه ، د جشن په نندراتونو له پلار سره ګرځیدم، دا وخت به شاید څلورم یا پنځم ټولګی ګې وم، یوه نندارتون ته ننوتو، مخامخ د اعلیحضرت او ملکه حمیرا عکسونه وو، یوه برخه کې د افغانستان د خطاطی او میناتوری بیللګې وی، په دې کی مې پام شو چې پلار می پرچوکی ناست یو چاته ورتاو شو؛ ورسره ستړی مه شی یې وکړه: ډیره لنډه او داسې ښکاریدل چی هغه دخبرو وخت نه درلود، فقط لکه د شاوخوا خطاطی لیکنو په شان بی حرکته ناست و، ترڅو موږ د نندارتون ټوله دوره وکړه هغه ته به می ورکتل همداسی غلی ناست و، لکه سا چې پکې نه وي. کله چی راووتو لا هم د اتشبازی وخت ته څو شیبې پاتې وې. پلار څخه مې وپوښتل : هغه قرقلی یې چې پر سر وه هغه څوک و او ولی هلته ناست و؟
پلار راته وویل دا د افغانستان خطاط هفت قلمی وکیلی پوپلزی و. ودې لیدل چی د خط هر ډول یې په نندارتون کې د پاچا عکس سره ایښی و، دا خو د خط کمال دی که نه! هغه نري تور بریت او ببرې وروځې لرلې. شاید آتشبازی ته به هم نه وی راوتلی او تر نیمی شې به همالته ناست و؟!
دوه درې ورځې وروسته مې پلار کلیزه کتله، کله یې چې وکتله مخکی تر دې چې جیب ته یې کړی ماته یی وویل: دا د عزیزالدین وکیلی په قلم لیکل شوی. هک ورته حیران شوم، کله یې چې زما حیرانتیا وکتله، له جیب څخه یې دوه ګون را وکیښ، په هغه باندی لیکل شوی کرښې (۲افغنۍ) یې راته وښودې: دا هم د عزیزالدین وکیلی خط دی. نور هم حیران شوم. دا وخت می دافغانیو په لوټونو هم خط او هم میناتوری انځورنو ته پام شو.
زما شوق هم لیک او میناتوری سره زیات شو. کله کله به مې بسم الله الرحمن الرحیم او مبارکه طیبه کلمه لیکله شاخوا به می (میناتوری !) کوله، خو یوه ورځ پلار راته وویل چی کلمه او بسم الله مه لیکه چې کوم ځای ونه لویږی. اوبال لری، خو د حافظ له دیوان څخه یی د شعرونو په لیکلو کې وهڅولم. دغه دیوان ټول په نستعلیق و. دمحصلی پر مهال مې د سیدجمال الدین پرزیارت یوه لیکنه ولوسته ورلاندې لیکل شوی وو:
خطاط: پیرزاده
دا هغه څوک و چې ډیر پخوا کلونه(غالباً له نن څخه شپیته کاله مخکی) یې ده بوری چوک کې د مرمروپه تیږو خطاطی کوله. ورو ورو دغو مسایلو د خط او خطاطی تاریخ ته ځیر کړم. یو وخت مې په دې برخه کی ډیرڅه ولوستل او یوڅه مې ولیکل چی ډیره برخه یی د هرات میناتوری، او څه ناڅه په افغانستان کی خط او د خط هنر و. دا وخت را ته ثابته شوه چی دهرات دمیناتوری مکتب یو ځانګړی سبک او مکتب دی چی ټولی نړی، او له هغی جملی زموږ خپلولیکوالو،د پخوانی شوروی لیکوالو، فرانسویانو، انګریزانو او نورو غربی څیړونکو پوره معرفی کړی و. ټولو د افغانستان دهرات مکتب بللی و. یو څو اخځونه می په یاد دي:
 راولند، بنجامین. هنر قدیم افغانستان. ترجمه¬ی احمدعلی‌کهزاد، وزارت اطلاعات و کلتور، با همکاری مؤسسه انتشارات فرانکلن کابل-نیویورک.
 توینی ، انګریزی مورخ- افغانستان .
 رفیع، حبیب الله. دهیواد دغه نامتو څیړونکی په افغانستان کی د خط په هکله څیړنه کړی او له دې پرته په خپله یې څو کاله مخکې د خط یو لارښود پېښور کی لیکلی او خپور کړی یی و.
 رحیمی، عبدالکریم. مکتب هنری بهزاد. انتشارات اتحادیه انجمن‌های هنرمندان افغانستان، چاپ اول، کابل.
 شهرانی، ع.ا. خوشنویسان(۱۳۶۴)، کابل.
 سرمحقق محمد آصف ګلزاد. دافغانستان د علومو داکاډمی دغه نامتو څیړونکی دافغانستان د خط او میناتوری په هکله یو مستقل اثر کښلی چې څو کاله مخکی په کابل کی چاپ شوی و.
 گودرزی، مرتضی. در راه تکامل برخی ویژگی‌های مکتب هرات. مجموعه مقالات همایش بین‎المللی کمال¬الدین بهزاد، چاپ اول
 عثمانوف، عارف. استاد کمال‌الدین بهزاد وهنر خطاطی و نقاشی افغانستان<
 ګردیزی، عبدالحی. زین الاخبار(چاپ جدید- کابل) نخستین چاپ این کتاب در کلکته صورت ګرفته که اکنون نایاب است.
 مهرگان، مجید. هنر کتاب¬آرایی دوره تیموری- نقش اسطوره¬ی کهن و نقاشی اقوام بومی در زیرساخت نقوش تزئینی و تذهیب( هنر کتاب¬آرایی) و ذکر حکمت معنوی
له دغو ټولو اثارو څخه ښکاری چی د افغانستان د میناتوری هنر یو ځانګړی سبک و چې په همدې نوم یی نړیوال شهرت موندلی و. اوس هم د دغه سبک شاګردان په افغانستان کی شته او په همدې شیوه کار کوی.
د افغانستان تاریخی تیر مهال ته په کتنی سره په دی باندی پوهیدلای شو چی دغه هیواد په بیلابیلو دورو کی د هنر په پرمختګ کی مهمه برخه درلودله؛ افغانستان په اسلامی دوره کې د بیلابیلو هنرونو رامځته کوونکی او د هنری بیلابیلو سبکونو او ډولونو سرچینه وه. په تیموری دوره کی د میناتوری هنر خپل لوړ پړاو ته رسیدلی و. له ډیرو لرغونو وختونو څخه تر نن ورځی پوری له ختیځ څخه لویدیځ ته د رسیدلو او د آسیا د بیلابیلو سیمو د سره یو ځای کولو ټکی (نقطه وصل)و.
اوسنی انګریز تاریخ لیکوال توینی دغه مفکوره داسی راسپړلی ده: دغه سیمه د راخپلولو او بیرته خپرولو یوه دایره ده او په دغه خاوره کی مدنیتونه د بهرنیو افاقو (لاملونو) له اغیزی څخه رامنځته شوی دی. د افغانستان جغرافیاوی کیفیت، د هوا او تودوخی اغیزی د مدنیت بڼه جوړه کړی ده. له لویدیځ لوری څخه هریرود او د سیستان دښتو افغانستان له ایران څخه راجلا کړی دی. شمال لوری ته د آمو سیند (اکسوس) افغانستان د مرکزی آسیا له هیوادو راجلا کړی دی چی هلته سیتی قومونه (تورانی) خلک اوسیدل. لږ شمیرترکان هم د میلادی لومړنیو پیړیو په ترڅ کی دغو سیمو ته راغلی دی او بومی خلکو سره یوځای شوي. افغانستان د لوړو غرونو په واسطه ایسار شوی. په افغانستان کی هنر لکه د نورو ښکارندو په شان، د تاریخی ناوړه پيښو له امله له ډیرو بدلونو سره مخامخ شو او ډیر ځله تیری او تاړاک لاندی راغلی دی. تر کلتوری یرغل لاندی راغلی چی د نورو ټولنیزو او کلتوری پيښو سره یو ځای پکی نوی مدنیتونه جوړ شوی دی او ځینی وخت بیلابیلو تعصباتو سره مخامخ شوی دی. تاریخ ته په کتلو سره د چنګیز له یرغل سره سم؛ زمونږ د هیواد ډیر زیات هنری آثار او لاسته راوړنی له منځه ولاړی، همداسی هم د سلطان علاوالدین جهانسوز د لتاړ پرمهال د غزنی بشپړ ښار ویجاړ شو. وروسته بیا د شپاړسمی پیړۍ له پیل څخه د اتلسمی پیړۍ تر لومړنی نیمایی پوری یو ځل بیا افغانستان د پردیو تر یرغل لاندی راغی او جګړی او تالان ډیر څه له خاورو سره خاوری کړل. په دغو کلونو کی ملی خپلواکی ډیره محدوده شوه، د بیلګی په توګه د هرات هنری او ادبی مکتب هیر شو او یو شمیر نورې کلتوری سرچینی او مرکزونه هم ړنګ شوی وو او ښارونه مخ په نړیدو وو، مدرسی تړل شوی وی او له دی امله چی کومه هڅونه نه وه، نو ډیر لږ هنرمندان مو هم نه درلودل او زیات شمیر یی نورو ګاونډیو هیوادونو ته ولاړل. په دغه ډول اکر کی بیا یو شمیر فرهنګی څیرې لکه کاشفی، علی شیر نوایی، بهزاد، کاظم خان شیدا، دولت لواڼی او میرزا خان انصاری او داسی نور راڅرګند شول.
د هرات مکتب په دوو پړاونو کی پرمختګ وکړ او د دواړو پړاوونو مخکښان یی د تیموری کورنۍ هنر پالونکی و چی هنرمندان به یی په ډیر شوق او په پوره مینه پالل او د هغو ملاتړ به یی کاو. هغوی د میناتوری له قواعدو او معیارونو سره سم، د وخت د شرایطو مطابق یو همغږی پرمختګ رامنځته کړی و. دا قواعد له پلرونو او دچنګیز له دوری مخکې دوی ته په میراث پاتې و. د هرات هنری کارګاه د باینقر د زوی شاهرخ پرمهال ډیره اوچته توانایی او ښه پیاوړتیا ترلاسه کړی وه او د هنری هستولو او سنجیدګی په ترکیب کی یی ډیر رغنده رول ترسره کړ او په دغه سیمه کی یی یو بیساری غوړیدلی هنر وزیږاو. په دغه کارګاه کی د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره یو شمیر طرحی او نقشی چمتو شوی. د تیموری هنر پالونکو هڅی چی دوی خپله هم په ښکلی خط او انځورګری پوهیدل، په دغو نوښتونو کی ډیری اغیزمنې وې.
د هرات د مکتب په پیل کی په میناتور کی چینی تو مینی د پام وړ عنصر و، خو ورو ورو دغه عناصر مهار شول او نورو تکړه هراتی انځورګرانو په یو شمیر ذهنی تجسماتو او د خپلو بصری لیدنو – کتنو پربنسټ نوی بدلونونه راوستل او د دغی سیمی د میناتور یو واحد طرز یی جوړ کړ.

انځورونه: په افغانستان کی په ډیرو اثارو لکه لرګی، لوښي،چینی، کولالی او نورو کی میناتور هنرښکاری
د هرات په بل دوهم پړاو کی یو د پام وړ غوره نظم ترلاسه شو او د هرات میناتوری خپل ځانګړی هویت او شخصیت ترلاسه کړ. دا هم باید وویل شی چی په دغه دوره کی د چینی انځورونو په دود کیدو کی د چینی اجناسو (چینی لوښی، رختونه، اوبدل شوی ټوکرونو او نورو) واردیدلو او تجارت ډیر رول درلود. د لومړی پړاو په کتاب لیکلو او د کتابونو په سینګارولو کی په تاریخی مضامینو (جامع التواریخ، مجمع التواریخ او د طبری تاریخ) حماسی آثارو (د فردوسی شهنامه)، غنایی آثارو (شعرونه او د نظامی خمسه) باندی ډیر تاکید وشو چی د هغه مهال د شرایطو یوه غوښتنه وه. داسې ښکاری چې د تیموری شهزادګانو سیالی د میناتوری په پرمختګ کی ډیر خدمت وکړ. د کتاب په سینګارولو له هنر څخه ګټی اخیستلو، د فکر د بیانولو او د سیاسی مفکورو د خپرولو د چارو اغیزی له تیموریانو څخه وروسته دوره کی هم ښکاري. دغه دود تر نولسمی پیړۍ؛ د سراج الاخبار، امان افغان، شمس النهار په ورځپاڼو، لومړنی افغانی بانکنوټ؛ په تیره بیا دهغو په عنوان کی هم ولیدل شواو آن د شلمې پیړۍ د کتابونو په حاشیو کې هم ښکاري.
د هرات د مکتب په خپل وروستی پړاو کی، چی یو مترقی مرحله یی بللای شو د ډیرو بدیع، نویو او پرتمینو لاسته راوړنو لرونکی ده. په دغه پړاو کی ډیر تکړه انځورګرانو د پخوانیو ظوابطو او مضامینو په بدلون کی لاس درلود. په دغه دوره کی د میناتوری موضوعات عرفانی او اخلاقی و. له دی پرته غنایی موضوعات او مضامین هم لیدل کیدل، خو دغو موضوعاتو له عرفانی اړخ سره یې تړاو درلود. تاریخی موضوعات لږ و (لکه ظفرنامه، نما وقدرت، سلسله تیموری) چی په نویو انځورونو سره وړاندی شول چی په هغو کی د تیموریانو لخوا د بالاحصارونو د نیولو، د دوی د واکمنی، د سمر قند د جومات جوړولو او نورو چارو ته پاملرنه شوی وه. په دغه پړاو کی د ژوند ورځنی موضوعات هم د انځورګرانو د پام وړ وګرځیدل او د دربار د ژوند ځینی اړخونه په بی واسطه ډول انځور شول (د کار او کار کولو انځورونه، حمامونه، غیږی نیول د ټولنی معمول کسبونه) د میناتوری موضوع وګرځیده او د کوڅی او بازار خلکو هم د دغی دوری په هنری سلیقه کی ځان راڅرګند کړ. په عمومی توګه د دغی دوری د میناتوری په نوښتونو کی دری ټکی: طبیعت پالنه، واقعیت پالنه او سمبول پالنه او په تیره بیا د عرفان موضوع اوچته ښکاری. دهیواد په ډیرو ولایتونو لکه کندهار، مزار شریف، کابل، مشرقی او نورو کې په جوماتونو کې دا ډول انخورونه اوس هم شته.
د هرات په مکتب کی د میناتوری د هنر یو بل اړخ سره هم مخامخ کیږو چی د لومړی ځل لپاره په دغه دوره کی رامنځته شو. هغه د ښکلی خط او مرقعاتو یو ځای کیدل او په ښکلی خط د شعرونو لیکل و. په دی کار سره به د هنر د مینه والو هنری تنده ماته او د دوی د هنر خوښولو ذوق به وده وموندله او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه الګو رامنځته شوه تر څو بل نسل د خپلو پخوانیو نسلونو د لاسته راوړنو پربنسټ خپل کار ته دوام ورکړی او د عنعنی په اډانه کی خپل نوښتونه پلی کړی. دغه بهیر د هنر پالو او هنر خوښونکو د ښکلا خوښونی او ښکلا پيژندنی انګیزه پیاوړی کوله او د نورو نویو آثار د ودی لاره یی هواره کړه او د دود – دستور د ټینګښت او دوام لپاره یی لوی خدمت ترسره کړ .
د دغی دوری د انځورګری یوه ځانګړتیا د بشپړو رنګونو د فضا د یوه نوی مفهوم په علمی او عملی بڼه بیانول دی. همدارنګه د سره رنګ له کورنۍ څخه کار اخیستل کم شول، خو د شنه، ارغوانی، ګلابی رنګونو دود زیات شو او د تور و سپین په پرتله یی استعمال زیات شو، دډیرو اوسنیو جوماتو انځورنه لکه دپل خشتی جومات اومبارکه روضه موږ ته دا ثابتوی.
په هنری تابلوګانو کې د پژنو په توږلو کی د خوځنده حالاتو په ښودلو کی زیات نوښت ولیدل شو، خو لاسونه او پښی چندان سمی نه دی طراحی شوی، خو هغه واقعیت پالنه چی د ژویو، ونو او ګلانو په ډیزاین کی لیدل کیږی. دغه حالت ځینی وخت د انسانانو د څیرو په ډیزاین کی هم لیدل کیږی، خو دغه ډول چلند د ثابت او وچ چلند او بی نوښته قواعدو د رامنځته کیدو لامل نه کیږی. د متن او انځور تر منځ د تعادل رعایت کول، د بدلون موندونکو سطوحو په کار وړل او د فطری وحدت ورکوونکو کرښو په کار وړل، د عناصرو ډیر ښه تناسب او انسجام، د طلایی رنګ زیات کارول، د انځور په تشه ځمکه باندی د ګلانو او بوټو انځورول او د سپین رنګ کارول د دی دوری یو څو نوری ځانګړتیاوی دی .
دلته موږ د بهزاد له کمال څخه سترګی نشو پټولای.کمال الدین بهزاد یو بیساری هنرمند دی چی د خپل ژوند پرمهال د ډیر زیات درناوی وړ څیره وه. دغه حقیقت د تیموریانو په دوران کې د ده د هنری فعالیت او بوختیا له دوام موندلو څخه څرګندیږی او د ده د کار دوام په دغو دوو بیلابیلو دورو کی د ده نوم نور هم اوچت کړ. زیات شمیر د هنر تاریخ لیکوالو چی زیاتره یی د کمال الدین بهزاد همزولی وو، د ده په هکله په ډیرو درنو کلماتو سره د ده یادونه کړی ده او غوره صفتونه لکه (ثانی مانی)، نادر العصر، (قدوه (سرمشق) المصورین) او (افضل المتاخرین فی التصویر) یی ورکړی دی. شواهد دا هم څرګندوی چی نوموړی په ۸۷۰ هجری قمری کال کی په هرات کی نړۍ ته سترګی پرانیستی. په ماشومتوب کی یتیم شوی او له میرک انځورګر سره وروزل شو. دغه انځورګر د ده د مور او پلار نژدی خپلوان و. بهزاد د دغه انځورګر تر روزنی لاندی کار وکړ او ډیره موده یی له هغه څخه زده کړه وکړه. ډیر کلونه وروسته په هرات کې د ده خورییان حیدر علی نقاش، مظفر علی نقاش او رستم علی خطاط یادولای شو چی هر یو یی د هنر خاوندان و . په دې ترتیب دهرات مکتب یو میراثی او محلی جوت اړخ لري.
بهزاد د سلطان حسین له کتابتون څخه چی مدیر یی میرک و ډیره ګټه اوچته کړی ده او له هغو هنرمندانو سره یی اړیکی درلودی چی دغه کتابتون ته تلل راتلل. په هغه مهال کی بهزاد یو څه موده د استاد پير سید احمد تر نظر لاندی زده کړی وکړی. څومره چی معلومه ده، هغه لومړنی استاد چی بهزاد له هغه څخه د انځور لومړنی مشق او تمرین ترلاسه کړی (آقا میر کهروی) و چی د بهزاد له خپلوانو څخه پيژندل شوی دی.
دوست محمد هروی لیکی امیر روح الله چی په میرک باندی مشهور و په اصل کی د هرات او د کمان ګیر ساداتو له کورنی څخه و، چی په لومړیو کی یی د قرآن شریف په تلاوت او حفظ بوخت و او وروسته یی بیا ښکلی لیک لیکلو باندی ژوند پرمخ بیوه ، خو کله یی چی پلار وفات شو د کتابونو په کتابت بوخت شو وروسته بیا له استاد ولی الله سره شاګرد شو او له هغه څخه یی تذهیب او کتاب لیکل زده کړل او ورپسی د انځورګری د زده کولو لیوالتیا ورته پیدا شوه.
کمال الدین بهزاد له آقا میرک نقاش څخه پرته له یو شمیر نورو استادانو څخه هم زده کړه کړی ده. بهزاد له نوموړو استادانو څخه په زده کړی سره وتوانید چی خپله هنری طبع او بډایه استعداد او قریحه په کار واچوی. بهزاد د میناتوری د هنر باریکی او رموز او د انځورګری بیلابیل طرزونه په ډیره مینه او شوق له خپلو استادانو څخه زده کړل او هنری کمال ته د رسیدو لامل شوی دی او هغه یی د یوه نامتو انځور ګر په توګه مشهور کړ. پرته له شک څخه چی د امیر شیرعلی نوایی هر اړخیزه روزنه، ملاتړ او هڅونه هم ورسره وه. برسیره په دغو ټولو د بهزاد ځلانده استعداد، کوښښونه، هنر سره زیاته مینه او د میناتوری د باریک او ظریف هنر په زده کولو کی د ده خپله وړتیا هم ډیره د یادونی وړ ده چی د ده پر مهارت یی اغیزه لرله. بهزاد د هغی لیوالتیا له مخی چی هنر سره یی لرله، د هغه مهال په فرهنګی ټولنه کی د نورو هنرمندانو له منځه راوځلید او د نوم خاوند شو او د میناتوری یوه لایق استاد په توګه وپيژندل شو، آن دا چی د امیر شیر علی نوایی نژدی ملګری او د زده کړی ملګری سلطان حسین بایقرا له بهزاد څخه هیله وکړه چی د ده په دربار کی په فرهنګی چارو بوخت شی. بهزاد به په هغو غونډو او مجلسونو کی چی د سلطان حسین بایقرا په دربار کی جوړیدل او هلته به ډیر پوه او لایق شاعران، عالمان، وزیران، خطاطان او سندر غاړی راتلل، ګډون کاو او ځینی وخت به یی له دغو غونډو او مجلسونو انځورونه کښل، نو د ده دغه کار به د سلطان د ډیری خوښۍ لامل کید.
هغه مهال چی بهزاد بوډا شو، نو خپل هنر یی ورو ورو خپلو هغو شاګردانو ته چی د ده شاوخوا راټول وو وسپار، ده به یواځی د هغوی کارونه ورسمول او اصلاح به یی ورته کوله. د افغانستان دغه نامتو هنرمند په ۹۴۲ هـ ق کال په هرات کی وفات او د مختار د غره په لمن کی خاورو ته وسپارل شو.
دوام لري


اسم: بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 20.01.2021
 

هنری تخلیقات، رغنده کار او د ژوند د رنګینیو انځور او د روزګار سړې- تودې د ملتونو دتاریخ یوه مهمه برخه وي. په تیره بیا هنری آثار د یو ملت د لوړ روح، د تمدن اوهڅوب ویاړ او د دوی د تاریخی دریځ څرګندونه کوي. دا ټول هغه څه دي چې دوی له نورو بیلوی او ځانګړی هویت وربښي. موږ دقیق او موثق اسناد لرو چې خپل هڅوب ورباندی ثابت کړو. ډیر ځله اروپائیان زموږ بډای تمدن او ویړفرهنګ ته ګوته په غاښ پاتې شوي دي. کله چې د اسلام مبارک دین افغانستان ته راورسید، عربی مورخینو زموږ وطن د نړۍ له نوادرو وشمیر او تجارت، ودانیو، کرنې، صنعت، کاروانسرایونو او نورو اقتصادی، هنری اومدنی ارزښتونو، پرمختګ او طبیعی منظرو ته یې په حیرت کې شول. کلونه کلونه زموږ پیداوارو لکه لاجبرو او زمردو، او وروسته بیا زموږ معنوی میراث او ورپسې مو صنعت زموږ د وطن نوم په نړۍ کې مشهور کړی و، زموږ د صنعتکارو صنعت ته به دچین تجار په لوړه بیه حاضر و چې ترلاسه یې کړي او داسې نور مثالونه. له بده مرغه اوس داسې بده ورځ راغلی چی زموږ تاریخی سیالان غواړی تر هرڅه دمخه زموږ فرهنګی میراث یا له منځه یوسي یا یې په جعل سره خپل کړي. دا هڅې ښکاره روانې دي چې موږ د یوه داسې بدوي او بی احساسه قوم په توګه معرفي کړي چې ګواکې له تمدن، هنر، عواطفو، تساند او نورو سجایاوو سره هیڅ اشنایی نه لرو او ملی تاریخ مو ټول بدویت دی، خو تاریخ د دې سرچپه ثابتوی.

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: حامد نوید   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 08.01.2021
 

ایکاش در جهانی می زیستیم تا انسان ها سرزمین هایی را که خداوند برای نسل بشر به ودیعه گذاشته با مرز های خود ساخته و با عطش قدرت طلبی ها و سلطه جویی ها به کشورهای گوناگون تقسیم نمی کردند، اما اکنون که جهان به دولت های ملی با سرحدات معین، نام های معین و منافع ملی و اقتصادی معین انقسام یافته و هر کشوری تلاش دارد تا در راه احیای تأریخ، فرهنگ وهویت ملی خود کوشا باشد، ما نیز وظیفه داریم تا در راه شناسایی بیشتر فرهنگ ملی خویش سعی ورزیم و آنچه را گذشتگان ما با شیرۀ جان وعصارۀ فکر خویش پروریده اند به همه معرفی داریم.

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: A. Halim Hakimi   محل سکونت: USA    تاریخ: 06.01.2021
 

Thank you and appreciated Abbasi Sahib,

I Think both of us are in the same page on the subject and will not be able to extract any further juice out, discoursing the subject further.

If I may add that the historical and workmanship values of Buddhas statues carved into mountain cliff is mainly due to being the largest of its kind and not because it is located in Bamyan.


اسم: عارف عباسی   محل سکونت: goleta    تاریخ: 05.01.2021
 

جناب محترم حلیم حکیمی صاحب!

با معذرت با توجیه و استدلال شما در مورد تصمیم یونسکو بر بنیاد Ethnicity و ارزش های مشترک گروهی موافق نیستم. زادگاه اصلی بافندگی کُرک و بَرک هرات است چه در هرات تیموریان حکومت می کردند یا قاجار یان یا ابدالی ها. جایگاه مجسمه های بودای بامیان، شهر زیبای بامیان است مهندسش، معمارشۀ کوه کنش اهل بامیان بوده و یونسکو آن رابه خاطر دین بودایی متعلق به چین ویا جاپان قلمداد کرده نمی تواند. هر هنری را فارغ از ارتباط نزادی و گروه های مشترک اجتماعی زادگاه و جایگاهی است. این تصمیم یونسکو تخطی از معیار های مشخص هنر ها و آثار تأریخی است. تاج محل را مغل ها ساختند و حالا هندوستان ادعای مالکیت دارد. باغ بابر در کابل است ولو که بابر ساخته باشد.


اسم: محمد بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 05.01.2021
 

افغانستان د راز راز هنرونو کور دی. یواځې لنډۍ، متلونه، سندرې، ملی ترانې، معماري او اوبدل نه، بلکې تر دې هم زیات، تجسمی ښکلاییز آثار، خط او میناتوري هم همدومره د ستاینې وړ وه او ده. په وړوکوالی کې مې یادیږی چې انا مې د اوړو دخټو په کندو څومره ښکلی انځورونه جوړ کړي وو، ټول په نرۍ خټه جوړ شوی وو. زموږ د کلی په کور کې چې زه به د اوړِي رخصتیو کی ورتلم، د تناره پر غاړه انځورونه، په برغولی یې ګلان، او پاس په سراچه کی پردیوال کښل شوی میناتور اوس را ته یوه خیالی نړۍ ښکاري چې ساری یې هیڅ ځای نشم موندلای.

د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندی پر "ادامه دارد" کلیک وکړۍ

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: A. Halim Hakimi   محل سکونت: USA    تاریخ: 03.01.2021
 

By all means, geographical Art and Cultural Heritage today should
belong and be credited to the country of location but not too long ago such jewels UNESCO is after was mostly achieved based on ethnicity and shared-values-social-groups. Therefore, nationalistic nationhood feeling aside, Persians and Turkic - not referring to the country - contribution to the cultural heritage selection have strong staying power and quite likely UNESCO is taken such factors into consideration.


اسم: داکتر م. بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 31.12.2020
 

داکتر محمد بشیر دودیال
د افغانستان د میناتوری او ښکلی خط سبک
دوهمه برخه
تیره برخه کې یو څه عمومی معلومات وړاندې شول، له دې امله چې یوه ضمنی اوږده خاطره هم ورسره مل وه، هیله ده دلوستونکو د ستومانی لامل نه وی شوی. له هغی مقدمی څخه موخه دا وه چې افغانستان کې دغې ښکارندې له پخوا ډیر تحول کړی، اوس د یوه ځانګړی افغانی سبک په توګه نړۍ کې پیژندل شوی، که چیری دا سبک او دغه آثار دبل چا په نوم پیژندل او ثبت کیږی، نه هغوی ته مناسبه ده او نه زموږ لپاره. دې برخه کې پټه خوله کیناستل په کارندی، بلکې دا باید دهغی دواقعی جوهر او طبیعت سره معرفی کړو. په دې برخه کې جناب حامد نوید صاحب یو بیساری فرهنګی خدمت ته ملا تړلې ده، زموږ معنوی شتمنی یې نه یواځې ښه را وپیژنده، بلکې د خوندی کولو تلاش یې هم د قدر او ستاینې وړ دی.
میناتوری، په تیره بیا د افغانستان د هرات د سبک میناتوری؛ هغه ښکلی انځورونه دی چې په کوچنیو ابعادو کې د ښاخونو، ګلانو، غوټیو، پاڼو، موازی کرښو، خیالی هندسی شکلونو سره رسامی کیږی. زیاتره دغه پاڼې، نقشونه او کرښې یو بل سره په مهارت سره نښلول کیږي. نن ورځ افغانانو دهنری آثارو ته نه یواځې پر کاغذ، لرګې، لوښو او کلالی کې، بلکې په ښیښه، سمنټو او چونه یی جوړښتونو کې هم انکشاف ورکړی دی. افغان میناتوری یو پیژندل شوی سبک دی.
د میناتور کلمه فرانسوی لغت دی چی د کوچنی ښودنی یا وړوکی کولو په معنا ده او په اصطلاح کی ډیرو ظریفو او ښکلو انځورونو ته ویل کیږی. د میناتور د کلمی استعمالول د ختیځ پيژندونکو، هنر خوښوونکو او هنر پيژندونکو لخوا دود شوی دی. دغه هنر په افغانستان کې له عرفان سره نږدې اړیکی پیدا کړی او زیاتره سپیڅلی ځایونه، کتابونه او زیارتونه ورباندی ښکلی کړل شوی دی. ( mini=miniature) په ټولو اروپایی ژبو کی کوچنۍ رنګه انځورګری، دکتابونو کوچنی خطاطی او په ټوله کې کوچنی یا ظریف او حساس شی ته اشاره لری. لکه چی دغه هنر هم ډیر باریک اوظریف هنر دی، نوکوچنیو ښکلو تذهیبکاریو ته همدغه نومونه استعمالیږی. په اوولسمه او اتلسمه پيړۍ کی د میناتوری انځور ګری د میناکاری په بڼه دود شول. په میناتور بڼه د انځور کښل له منځنیو پیړیو راپدیخوا له تذهیب کاری سره ګډ شول او د شپاړسمی پیړی….. ادامه دارد
برای مطالعه متن مکمل بر [ادامه] در پایان کلیک کنید. تشکر

ولی احمد نوری
مؤسس و بنیانگذار آریانا افغانستان آنلاین

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: Dr. Salah Saedi   محل سکونت: انګلستان    تاریخ: 29.12.2020
 

سلام دوستان و عزیزان
ایمان به حق، عمل به حق، رساندن و تبلیغ حق وسفارش یګدیکر به حق ( ,العصران الانسان... وتواصوا بالحق... ) وجیبه است. یعنی تنها ایمان و عمل صالح خود کافی نیست بلکی این وجیبه به نصحیت متقابل تکمیل میشود و درین ادای وجیبه نه فضل فروشی، نه کلان کاری و نه هم بلند ساختن از دیګر و نه ضرورت به معذرت خواستن است.
و اما امر یونسکو و نامهء اعتراضیه و تقبیح موضع یونسکو در عدم قبول
در قضاوت و محاکمۀ تصمیم شان در انترنت و بدون داشتن کامل دوسیه و اوراق مربوط تصمیم کار سخت، دشوار و حتی ناممکن است. در موارد بدون آګهی قضاوت به خود قضاوت کننده برمیخورد که باید محتاط بود. من باوجوداینکه وضع کشور و جهان را تعقیب میدارم اما اگر دو روز اخبار و وضع را تعقیب نه کنم از بحث در مورد خودداری میکنم. مستندات کي در رابطه به تصمیم یونسکو در مورد عدم قبول هرات به مرکز میناتوری برای ما کار مشکل و بحث غیر مسؤولانه است. در حالیکه ما از سابقهء هنرمیناتوری در هند قدیم و جهان اګاهی لازم نه داریم. اګر کسانی درین مورد آګاهی و مستندات دارند و نظر بدهند دقیقاً به جاء خواهد بود. همچنان تعجب میکنم که عدهء از هموطنان در مورد امنیت شهر کابل از امریکا ویا لندن نظر میدهند. دوکلمه انګلیسی و یا زبان خارجی دلیل برای عقل کل شدن نیست، چیزیکه معیار برای سیاست کدری در افغانستان در بیست سال ګذشته ګردیده است. حتی با تأسف و تأثر ګل سر سبد مذاکرات بین افغانی از جانب حاکمیت افغانی دردوحه که با تأسف تاحال شروع نه شده همین رابطه به مراجع مختلف استخباراتی و دانستن زبان انګلیسی است. چنین معیارها و چنین عقل کل شدن تأسف بار و سبب مشکلات زیاد شده و میشود. با احترامات


اسم: حامد نوید   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 27.12.2020
 

حامد نوید 27/12/2020
نـــــامــــۀ به آدرس یونسکو
با ابراز معذرت که به خاطر تهیهٔ متن انگلیسی این مطلب به آدرس یونسکو نتوانستم به پاسخ پیام های وطندوستانه و نظریات نیک همه دوستان و بزرگواران بپردازم. اینک این متن را درین صفحه شریک می سازم تا کسانی که با محتوای آن موافق می باشند تائید نمایند و سپس به دفتر مرکزی یونسکو ارسال گردد.


LETTER OF PROTEST TO UNESCO REGARDING DENYING THE RIGHT OF AFGHANISTAN TO ITS CULTURAL HERITAGE
AND HERAT BEING THE BIRTHPLACE OF THE ART OF MINIATURE PAINTING
Attention: Ms. Audrey Azoulay
Director-General of UNESCO
UNESCO Headquarters
7, place de Fontenoy 75352
Paris 07 SP France
Dear Ms. Azoulay,
Pursuant the objection of Herat’s artists, historians and intellectuals; and the official complaint of Afghanistan’s Ministry of Information & Culture, we the undersigned hereby express our strong objection to UNESCO in relation to unreasonable decision on excluding Afghanistan from its legitimate Rights to its rightful cultural heritage regarding the 15th century miniature paintings, mainly known as School of Herat.
As a highly educated person, we are sure that you know the cultural history of the region and understand the reason of our frustration on this unfair discriminatory and biased decision to exclude Afghanistan from the list of the countries as inheritors of the 15th century miniature paintings despite the fact that this specific school of art which flourished in the city of Herat under the Timurid rule. For this reason we would like you to read the following historical facts:
1. According to all firsthand historical evidence, Herat was the capital of the Timurid Empire in the reign of Shahrokh Mirza, besides Samarkand. It was the gathering point of great poets, such as Jami, intellectuals and historians, like Amir Ali Shir Nawaie, Mir Khond and great artists such as Mirak and Behzad from late 14th century until the beginning of 16th century and the rise of the Safavids.
2. During this era, which corresponds with the European Renaissance, the city of Herat was the center of art, poetry, philosophy and immense cultural achievements in the Islamic World. The school of miniature painting of Herat was established during the reign of Shahrokh and Queen Gowharshad with the emergence of great artists such as Musa Musawer, Mir Khalil, Junaid, Mowlana Waliullah Wali and Rohullah Mirk Khorasani Heravi. The excellent artwork and calligraphy, for instance, manifested in Baisonghor Shahnamah (The Epic of Kings), was created in Herat under the patronage of Timurid Dynasty.
3. In the reign of Sultan Hussein Bayqara, the pictorial art of Herat, reached to its peak with the emergence of Kamaluddin Behzad, the most renowned miniaturist painter in the Eastern World. The higher level of innovative dexterity demonstrated in his work made him the lead artist of this era. Thus many artists followed his style, among them, Haidar Ali Heravi, Darwish Mohammad Naqash, Khayyam Heravi, Ahmad Rumi and Mohammad Baig Naqash; and talented calligraphers such as Haidar Mirza, and Qassem Ali Heravi, the author of the history of Rashidi were his famous pupils. Behzad and his students concentrated on the innovative usage of color and maturity of lines and forms.
4. Therefore the school of miniature painting of Herat has its distinct qualities, in terms of composition, colors mixing, fine brush strokes, conception of human and animal figures, and superior treatment of the background, garlanded by fine calligraphy. These qualities establish the main characteristics of the style of paintings that developed in the city of Herat, which cannot be ignored or overlooked.
5. After the death of Sultan Husain Bayqara in 1506, Mohammed Khan Shaibani seized the city of Herat. Thus the crown prince Badi-ul-Zaman left his throne, and while seeking amnesty from the Ottomans, he brought several illustrated albums to Turkey, which are housed in Topkapi Museum in Istanbul.
6. In the year 1510 AD Ismail Safavid attacked the city of Herat, which left behind 15000 deaths. During this hostile time Behzad was taken to Tabriz along with exquisitely illustrated books from the Royal Library of Herat. By the order of Ismail Safavid he had to organize the Kings library and meanwhile train some students. During his residence in Tabriz, Behzad trained several students to learn his trade. Sultan Mohammad Tabrizi, Agha Mirk Isfahani and Muzaffar Ali Naqash were among his pupils who followed his style. However, later in the mid 16th century Byzantine iconography influenced the style of painting in Persia. This style is much different in terms of technique and content than the School of Herat.
7. Thus the generic term “Persian Painting” which is not a common expression in Persian language, and inaccurately used by the Westerners does not apply to the school of art which flourished in Herat during the 15th century.
8. Kamaluddin Behzad son of Sharfuddin, the most celebrated artist of Islamic World, was born in the year 1440 in the small village of Saghar in Ghore, Afghanistan. He was raised in the city of Herat, and upon his return from Tabriz spent the last days of his life in his motherland, until his death in 1533 AD. Kamaluddin Behzad is buried in Koh-e Mokhtar district in the outskirts of the city of Herat.
Therefore, on the basis of historical facts mentioned in this letter, we strongly believe that Afghanistan’s genuine rights should be restored by UNESCO as soon as possible.
Sincerely,
Name --------------------- Signiture ------------ ----------
City ---------------------- Country--------------------------


اسم: داکتر ظاهر عزیز   محل سکونت: فرانسه    تاریخ: 25.12.2020
 

من مطالب خیلی عالی را که استاد گرامی و دانشمند عزیز، جناب حامد نوید بر مقام و شایستگی هنرمینیاتوری و خوشنویسی هرات در صفحۀ فیسبوک و سایت آریانا افغانستان آنلاین به نشر سپرده اند، به خوشی و دقت خواندم. به صداقت اظهار میدارم که از نوشتۀ استاد حامد نوید بسیار آموختم و بر اندوخته های اندک من در مورد هنر مینیاتوری و خوشنویسی هرات افزود. با داشمندی و خوبی که تهیه گردیده است، در این نوشتۀ جناب نوید، مانند نوشته های دیگر، بزرگواری و دانشمندی شان بر تأریخ و فرهنگ افغانستان ظاهر است. اما با حرمت اظهار میدارم که بنده با انتخاب عنوان این مضمون عالی "تخطی سازمان جهانی یونسکو بر..." از جانب استاد نوید، موافق نیستم. زیرا میدانم که در اجرای این امر، سازمان تربیتی، علمی و فرهنگی ملل متحد (یونسکو) هیچ تقصیری ندارد و نباید این سازمان بزرگ جهانی را به ناحق مورد انتقاد قرار دهیم زیرا در این امر حتماً وزارت اطلاعات و فرهنگ جمهوری اسلامی افغانستان مقصر است نه یونسکو.

برای متن مکمل بر "ادامه" در پائین کلیک کنید

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: ظاهر شاهین   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 25.12.2020
 

اصلن گناه از آنها نیست!!!
گناه مثل همیشه از دولت مدار های فاشیست و پشتونیست است که نمی خواهند افتخارات دیگر اقوام شریف وطن به نام خراسان و یا افغانستان امروزی یاد شود.
داود خان و داکتر نجیب هم وقتی یونسکو از آنها خواسته بود تا دانشمندان و مفاخر این سرزمین را معرفی کنند در عوض پشتون های پاکستانی را معرفی کرده بودند که یونسکو متوجه شده و نام ابن سینا و دیگران را خود شان نشر کردند و حالا هم غنی و تفکرش اجازه معرفی دیگر بزرگان و مفاخر این سر زمین را جز از خودی های شان نمی دهد که متأسفانه از خود کسی را ندارند.
پس ایران و ترکیه دست آزاد دارند که تمام داشته های تأریخی و فرهنگی ما را بدزدند و ایرانی و ترکی معرفی کنند.


اسم: پوهاند محمد بشیر دودیال   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 25.12.2020
 

پوهاند محمد بشیر دودیال 25/12/2020

د میناتوری د ظریف هنر
او د افغانستان د تأریخی میراث په هکله
دروند، منلی او د ملی احساس او ژمنې لرونکی لیکوال، څیړونکی او خوږ ورور، ښاغلی حامد نوید؛
السلام علیکم و رحمته الله و برکاتُه !
د میناتوری د ظریف هنر او د افغانستان د تأریخی میراث په هکله ستاسو له ملی احساس څخه ډکو لیکنو او څیړنو ته په درناوی سره لیکم:
متأسفانه افغانان ډیر کلونه وشول په خپل منځی جګړو اخته دی، روڼاندی مو پریشان او ابتر دی. له موږ ډیرو څخه اوس لار ورکه او سرګردان یاستو.
پخوانی نسل نور د کهولت سن ته رسیدلی او ځوان یا اوسنی نسل (present generation) موبی خبره او د لږ مطالعی لرونکی او آن دا چی ملی احساس یی وژل شوی او وژل کیږي. شاخوا ظالمو تیری کوونکو زمو مادی او معنوی لوټ ته ملا تړلی ده.
په دې کی زمکنۍ بشپړتیا، تأریخی هویت، ژبه او ملی ترمینولوژي، تأریخی میراث، نامتو څیرې، آبدات او هنری هستونی او تخلیقات مو ټول تر برید لاندی راغلی دی.
موږ ګورو چې په رڼو سترګو پر سیدجماالدین افغانی، مولانا جلال الدین بلخی، ډیورند کرښه، د کونړ پر سیند، د اردو او پوځ پر وسلو، د فابریکو پر ډیرو قیمتی ماشینونو، د مړو او هدیرو پرهډوکو، د پستې د ونو پرریښو، د زیتونو د باغونو پر ښاخونو، د زیارتونو پر تأریخی دروازو او دړو، ډبرلیکونو، د میناتوری او ښکلی خط او ډیرو نورو ارزښتونو باندې دعوا روانه، او آن دا چې تقریباً دا دعوا یې وګټله او راڅخه تر لاسه یې کړل.
ځنګلونه مو قاچاقبر، نایابه الوتونکی مو عربی شیخان، زمرد مو یو څو له لوږی په تنګ ببرسري او آن خاوره مو هم سیلاوونه را څخه وړي او افغانی غرور مو یو څو مخ پټي تورڅټي را نه وړی.
ډاډ درکوم ته یواځې نه یې، ملی روڼاندی دې خدای را ویښ کړي؛ ان شاء الله ټول در سره یو.
قدرمنه ما سره هم د میناتوری د هنر د تأریخی سیر په هکله مستند مواد شته، ډیر ژر به یی نشر کړم. ټولو ملی روڼاندو څخه هیله لرم په دې ملی بسیج کې سره یو موټی شي.
نور بس ده، که پوره دفاع نشو کولای، اقلاً حقایق خو ووایو.
اما ډاده یم چې که ستا په شان د قوی هوډ ملی شخصیتونه ولرو، دا هرڅه بیرته ګټلای شو. بیا هم ډاډ درکوم دغه بسیج ته دوام ورکړئ. په افغانستان کې ځینی کسان لا هم ژوندي دي، لطفاً ددوی په ادرسونو ورسره رابطه وکړئ .
درناوی


اسم: بنیاد آئینه تمدن افغانستان   محل سکونت: اروپا    تاریخ: 25.12.2020
 

حامد نوید 25/12/2020
«بنیاد آئینه تمدن افغانستان»
LETTER TO UNESCO REGARDING DENYING THE RIGHT OF AFGHANISTAN TO ITS CULTURAL HERITAGE


Afghan Civilization Mirror a lancé cette pétition adressée à UNESCO et à
LETTER OF PROTEST TO UNESCO REGARDING DENYING THE RIGHT OF AFGHANISTAN TO ITS CULTURAL HERITAGE
AND HERAT BEING THE BIRTHPLACE OF THE ART OF MINIATURE PAINTING
Attention: Ms. Audrey Azoulay
Director-General of UNESCO
UNESCO Headquarters
7, place de Fontenoy 75352
Paris 07 SP France
Dear Ms. Azoulay,

Pursuant the objection of Herat’s artists, historians and intellectuals; and the official complaint of Afghanistan’s Ministry of Information & Culture, we the undersigned hereby express our strong objection to UNESCO in relation to the unreasonable decision on excluding Afghanistan from its legitimate Rights to its rightful cultural heritage regarding the 15th century miniature paintings, mainly known as School of Herat.

ادامه دارد
برای مطالعه متن مکمل بر [ادامه] در پایان کلیک کنید. تشکر

برای معلومات بیشتر اینجا کلیک کنید..

اسم: حامد نوید   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 24.12.2020
 

با ابراز یکجهان سپاس سیما جان،

باکمال تأسف هجوم نظامی و فرهنگی همسایگان آزمند به معنی واقعی کلمه در وطن ما بیداد می کند.
لیکن ما منحیث کسانی که قلم و زبانی داریم باید تلاش کنیم.
دیشب با کمک دوستان سند دادخواهی الکترونیکی تهیه شد که اکنون در همین صفحه پوست شده اگر آنرا بادوستان شریک سازید برای این داعیه مثمر خواهد بود.


اسم: سیما رشیدی   محل سکونت: امریکا    تاریخ: 24.12.2020
 

جناب دانشمند بی همتا بعد از عرض سلام و احترام،

از زحمت بى پايان وطن دوستانه تان ابراز تشکر مي كنم. خداوند (ج) صحت و عافیت نصیب تان كند كه جدى داخل پروسه حذف نام هاى كشورهاى بيگانه شده ايد و تاريخ خوش نویسى و هنر مینیاتوری فرهنگ هرات را از مبدأ تا آخر با اسناد و دلیل مأخذ معتبر بیان نموديد اظهار سپاس مي نمايم.



اسم: عارف عباسی   محل سکونت: کلیفورنیا    تاریخ: 24.12.2020
 

الحمدلله که دانشمندان محققی چون محترم جناب حامد نوید داریم که واقعاً غنیمت قابل شکران و افتخار اند.
هر پدیدۀ ناب شان برای من درس آموزنده بوده و درب آگاهی عمیق تر و دقیق تر را پیرامون ثروت های سرشار فرهنگی حوزه های تمدن شمال و جنوب آمو وکناره های سند و هلمند و هریرود قبل از اسلام و بعد از آن در ادوار مختلف تأریخ برایم بگشود.

نوشته های نوید صاحب هریک گنجینۀ از دانش است که بطور مستند با جزئیات ارائه شده. ولی در این بی سر و سامانی های کثیرالابعاد کنونی و خانۀ بی سقف و بی در و دیوار افغانستان کیست وکجاست که در حق افغانستان ظلم نمی کند و چه دسایسی است که بکار نمی رود که هویت ملی، فرهنگی و تأریخی این وطن به تاراج برده و امکان دارد روزی برسد که نوشته شود «بود نبود در ازمنۀ نه چندان در ملکی بود به نام افغانستان»

خیانت بزرگ مؤسسۀ بین امللی یونسکو در بخشیدن مالکیت هنر های زیبای زادۀ مستند تمدن های درخشان هرات باستان(برای تفصیل مزید به نوشتۀ نوید صاحب مراجعه شود) به ایران و ترکیه ظلمی است مساوی و یا فزون تراز جنایات و تهاجمات جنگی علیه کشوری.

تظاهرات خبرگان و نخبگان و اهل فضل و دانش هرات در اعتراض و احتجاج علیه این اقدام نابخردانه و جاهلانۀ یونسکو کافی نیست. اگر دولتی داشته باشیم مستقل و خود مختار با کم ترین علائق و توجه به صیانت ارزش های فرهنگی این وطن بی صاحب که با نشر اعلامیه های رسمی از طرف وزارت خارجه و وزارت اطلاعات و فرهنگ احتجاج و اعتراض نماید.




 
 
______________________________________________________________________________________________________________________________________

پالیسی نشرات | مقالات | اخبار روز | فهرست مندرجات | لغت نامه | گنجینۀ شعر و ادب | آرشیف ویدیوها | جنتری | سایت های افغانی

لطفاً مقالات خود را به این آدرس ارسال دارید:  info@arianafghanistan.com

Besucherzaehler